• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د دفتر له نیولو د لګښتونو تر دوه برابره کېدو پورې؛ د امید سبز ښارګوټي پر اوسېدونکو د طالبانو فشار

۸صبح، کابل ۸صبح، کابل
۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794306223]
Social Media + AI

Social Media + AI

د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو څو کسانو د دغه ښارګوټي دفتر نیولی او له اوسېدونکو یې باج اخیستنې ته مخه کړې ده. د اوسېدونکو په وینا، د طالبانو کسانو په وروستیو ورځو کې د اپارتمانونو، استوګنیزو واحدونو او سوداګریزو سیمو اوسېدونکو ته امر کړی چې د چوکيد‌ارۍ پیسې دوی ته وسپاري، څو د ساتونکو معاشونه خپله دوی ورکړي.

د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي زیاتوي چې د طالبانو کسان د باج اخیستنې او ځانونو ته د عاید سرچینې جوړولو په لټه کې دي. د دوی په وینا، تر دې مخکې د هر استوګنیز واحد اوسېدونکو د چوکيدارۍ او د بلاک د پاکوالي لپاره د میاشتې ۵۰۰ افغانۍ ورکولې او دا پیسې یې نېغ په نېغه چوکيدار ته سپارلې؛ خو اوس د طالبانو کسانو دغه پیسې په میاشت کې زرو افغانیو ته لوړې کړې او اضافي پیسې ځان ته اخلي.

دغه اوسېدونکي همدا راز ټینګار کوي چې د طالبانو کسانو د هر دوکان د چوکيدارۍ لګښت هم له ۲۰۰ څخه ۵۰۰ افغانیو ته لوړ کړی دی؛ په داسې حال کې چې چوکیداران خپله خلکو د خپلو شخصي شتمنیو د ساتنې لپاره ګومارلي او د طالبانو تر واک لاندې ادارو سره هېڅ ډول تړاو نه لري.

د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکی حاجي احمد (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د هر بلاک لپاره د چوکید‌ار او صفاکار ټاکل په مستقیم ډول د هماغه بلاک په اوسېدونکو پورې اړه لري او هغوی کولای شي په هوکړه شوې بیه یو باوري او د ډاډ وړ کس وګوماري. هغه پوښتي: «نه پوهېږم چې ولې باید دا پیسې شرکت ته ورکړم، څو زما د کور د ساتنې لپاره زما او چوکیدار ترمنځ منځګړیتوب وکړي؟» هغه ټینګار کوي چې د طالبانو کسانو د شخصي عاید ترلاسه کولو او له خلکو د باج اخیستنې په موخه دا اقدام کړی دی.

د دغه ښارګوټي دا اوسېدونکی زیاتوي: «زموږ په بلاک کې ۳۲ استوګنیز واحدونه دي او د هر واحد اوسېدونکي د چوکۍ‌دارۍ او پاکوالي لپاره د میاشتې ۵۰۰ افغانۍ ورکوي چې دا پیسې نېغ په نېغه چوکیدار ته سپارو؛ خو اوس شرکت موږ ته د پیسو بل رالېږلی چې له مخې یې هر واحد باید په میاشت کې زر افغانۍ ورکړي او د چوکیدار معاش به هم د شرکت له لارې ورکول کېږي.»

په همدې حال کې، د امید سبز ښارګوټي یو بل اوسېدونکی د دغه ښارګوټي د دوکانونو او سوداګریزو سیمو د چوکۍ‌دارۍ د لګښتونو له زیاتوالي شکایت کوي. هغه وايي: «زه پنځه دوکانونه لرم او زموږ د بلاکونو په شاوخوا کې څو نور دوکانونه هم شته. موږ د ملکیتونو خاوندانو یو چوکیدار چې له مخې یې باید د هر دوکان ۵۰۰ افغانۍ شرکت ته ورکړو. دا کار له باج اخیستلو او زورواکۍ پرته بل څه نه دي.»

پر دې سربېره، د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي ټینګار کوي چې د طالبانو کسانو د فاضلابو، تنظیف او زرغونتیا اړوند لګښتونه هم دوه برابره زیات کړي دي. د اوسېدونکو په وینا، د لګښتونو دا زیاتوالی په داسې حال کې دی چې د سړکونو د پاکولو، د کثافاتو د راټولولو، د شنو سیمو د جوړولو او ساتنې په برخه کې هېڅ عملي کار نه ترسره کېږي. دوی زیاتوي چې د دغو خدمتونو له وړاندې کولو پرته، تر همدې نومونو لاندې له اوسېدونکو ډېرې پیسې غوښتل کېږي او د دوی په باور، اضافي پیسې د طالبانو د کسانو جېبونو ته ځي

د یادونې وړ ده چې دا اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي له څو میاشتو راهیسې د طالبانو له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دي. د دې ډلې عدلیې وزارت د دغه ښارګوټي ځمکې «امارتي» اعلان کړې او اوسېدونکي یې اړ کړي چې د خپلو کورونو لپاره کرایه ورکړي. د راپورونو له مخې، طالبانو د هرې خونې لپاره د میاشتې څلور زره افغانۍ کرایه ټاکلې او د اوسېدونکو د شخصي کورونو لپاره د کرایې د فورمونو د ارزونې او وېش بهیر لا هم روان دی.

دغه رزا، د تشو کورونو د مهرو لاک کولو، د اعتراض کوونکو اوسېدونکو د استازو د نیولو او ان د طالبانو د وسله‌والو کسانو له خوا د دغه ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته د ننوتلو ګڼ راپورونه هم خپاره شوي دي

د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي وايي چې د ښارګوټي د دفتر نیول، د چوکۍ‌دارۍ د پیسو د راټولولو د بهیر په واک کې اخیستل او د اړینو خدمتونو له وړاندې کولو پرته د خدمتونو د لګښتونو لوړول، د دغه ښارګوټي پر اوسېدونکو د فشارونو او له هغوی په زور د پیسو اخیستلو د بهیر یوه برخه ده. د دوی په باور، د دغو اقداماتو موخه پر خلکو فشار راوستلدي، څو په زور کډه کولو او خپل شخصي ملکیتونه پرېښودو ته اړ شي؛ هغه ملکیتونه چې دوی په خپلو شخصي پیسو پېرلي او په هغو کې یې د اوسېدو لپاره سرپناه جوړه کړې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د اوټاوا پوهنتون؛ د افغانستان د بشري حقونو ناورين ته د نړیوالې پاملرنې پر محدودېدو نیوکې
خبرونه

د اوټاوا پوهنتون؛ د افغانستان د بشري حقونو ناورين ته د نړیوالې پاملرنې پر محدودېدو نیوکې

۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794305754]
AFP + AI + Magnific
راپورونه

کمزوری انټرنېټ او د مخابراتي ستنو نشتوالی؛ د بدخشان د سرحدي سیمو اوسېدونکي له لومړنیو مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي

۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794300211]
د ۷۰۰ روغتیايي مرکزونو تړل کېدل؛ خلک د درملنې له اسانتیاوو بې‌برخې دي
راپورونه

د ۷۰۰ روغتیايي مرکزونو تړل کېدل؛ خلک د درملنې له اسانتیاوو بې‌برخې دي

۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794295789]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې ترافیکي پېښه؛ د طالبانو موټر د ملکیانو له موټر سره ټکر کړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په سرپل کې د یوه پخواني نظامي جسد له ۲۵ ورځو وروسته وموندل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.