د ډېرو هېوادونو پام د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو یا جګړې د بیا پيل احتمال ته اوښتی دی. اوس چې د امریکا او اسراییلو د ټاکنو برخلیک روښانه شوی، د نړۍ په ځانګړې توګه د منځني ختیځ د اوسېدونکو اندېښنې او هیلې زیاتې شوې دي. نړیوالو رسنیو هم له تېرو څو اوونیو راهیسې د ایران او امریکا د کړکېچ اړوندو لویو او وړو پېښو ته پرلپسې پوښښ ورکړی؛ داسې چې کله کله د جګړې د بیا پیل شونتیا برجسته کوي او کله هم بیا د قطر په منځګړیتوب خبرې. البته په تېرو دوو ورځو کې بیا د خپرو شوو معلوماتو پله د خبرو پر لور درنه ښکاري. د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته د ایران پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ دریځ هم په څرګند ډول نرم او سولهییز شوی دی. لا روښانه نه ده چې دا د خبرو پر لور څرګند بدلون دی او که د احتمالي برید لپاره د لارې چارې برابرول. ځينو ناایراني رسنیو د ترکیې د استخباراتو د رییس ابراهیم کالین له قوله خبر ورکړی چې د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي به په راتلونکې اوونۍ کې د ټرمپ له مرستیال جيډي ونس سره د قطر په پلازمېنې دوحې کې وګوري؛ که څه هم وروسته ایراني رسنیو پر دغه خبر شک څرګند کړ. سربېره پر دې، ټرمپ او د قطر امیر هم د ایران په اړه ټيلیفوني خبرې کړې دي او ټاکل شوې چې له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره یې په سپينه ماڼۍ کې وګوري. د خبرو اترو په ګټه د دغو ټولو یو څه څرګندو نښو خلاف بیا تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پرمختګونو په بهیر کې د «منفي بدلون» خبره کړې؛ داسې چې د خبرو د بیا پیل لپاره د هڅو د ناکامېدو احتمال پیاوړی کوي.
اوس پوښتنه دا ده چې جګړه به کېږي که خبرې؟
واقعیت دا دی چې د خبرو په ګټه له ګڼو نښو سربېره هم د جګړې احتمال پیاوړی برېښي؛ هغه هم د دوو لاملونو له کبله:
۱ – په امریکا او اسراییلو کې د جګړې پلویانو ټاکنې بایللې دي؛ هغه هم د هغو کسانو په ګټه چې د جګړې له اوسنۍ بڼې ملاتړ نه کوي، که ښکاره مخالفت ونه کړي. د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو – چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ړنګېدو هیله لري – که څه هم لا په واک کې دی، خو د نوي حکومت له جوړېدو وروسته که بشپړ له سیاسي ډګره لرې هم نه شي، نور به د انحصاري واک څښتن نه وي؛ د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره تماشايي شېبه. دغه راز، جمهوریپالو په ځانګړې توګه ټرمپ او ملګرو یې منځمهاله ټاکنې وبایللې؛ داسې پېښه چې د تهران خوله یې خوږه کړه.
پر همدغه بنسټ، ټرمپ او نتنیاهو پوهېږي چې دا مهال ایران د خوشحالۍ په څپو کې ډوب دی؛ داسې چې ځان «ګټونکی» او سیالان «بایلونکي» ګڼي. دا خبره هغه مهال جدي کېږي چې په اسراییلو کې د ښي اړخو افراطیانو او په امریکا کې د جمهوريپالو ماتې د ایران پر وړاندې د برید پایله وبلل شي. اوس چې د ټرمپ او نتنیاهو «عملي ازادي» محدوده شوې، د دواړو له انده لرې برېښي چې ایران به له خپل دریځه په اسانۍ واوړي او ښایی د ټاکنو مخکې پرتله د امتیازاتو کچه هم لوړه کړي. کله چې دواړه داسې انګېري، د جګړې غوراوی پر مذاکراتو برلاسی کېدای شي؛ په دې موخه چې تهران له سخت دریځۍ لاس واخلي او د امتیاز غوښتنې له هوسه تېر شي.
مهمه دا چې ټرمپ او نتنیاهو د ماتې احساس کوي. دغه راز، داسې انګېري چې د نورو له خوا سپک او له پامه غورځول شوي دي. د همدغه احساس د تسکین لپاره هم چې وي، هڅه به وکړي چې د یوه نوي برید له لارې د ایران اسلامي جمهوریت په یوه نوي کړکېچ کې راګیر کړي. دا احتمال هغه مهال پیاوړی کېږي چې وکتل شي، ټرمپ او نتنیاهو نور د بایللو لپاره څه نه لري. د نتنیاهو یوازینی چانس دا دی چې په یوه ایتلافي حکومت کې مدغم شي. که داسې هم وشي، بشپړه خپلواکي به ونه لري. برعکس، ټرمپ بیا داسې کوم بل پړاو په مخکې نه لري چې له ایران سره نرمۍ ته مجبوره اوسي. د امریکا د ۲۰۲۸ کال ټاکنې مهم پړاو دی؛ خو ټرمپ ته مهمې نه دي؛ که ډيموکراتان بریالي کېږي که جمهوريپال.
۲ – بیا هم د اسراییلو عاملیت ارزښت لري چې نه یوازې مهم بلکې برخلیک ټاکونکی دی. په اسراییلو کې واکمن لوری ټرمپ ته د ژغورنکي په سترګه ګوري. د واکمن لوري له انده، ټرمپ له هر چا ډېر د اسراییلو د بقا لپاره خولې تویې کړې دي. هو، سمه ده چې که ټرمپ واکمن نه وای، امریکا به له ایران سره له ښکېلتیا ډډه کړې وای. څرګنده ده چې د ټرمپ دا پرېکړه د نتنیاهو او د اسراییلو د لابیګرو د ټینګار له کبله کړې ده. له همدې کبله، په اسراییلو کې د ښې اړخو افراطیانو له نظره، د ټرمپ د واکمنۍ پای له اسراییلو د امریکا د جدي ملاتړ د پای مانا لري. پر همدغه بنسټ، هڅه به وکړي، تر هغې چې ټرمپ پر سپینه ماڼۍ واکمن وي، د امریکا د ځواک په مرسته د ایران پرضد ګام پورته کړي.
بل پلو، د امریکا د ټاکنو پایلې اسراییلیان سخت اندېښمن کړي؛ په ځانګړې توګه د جيډي ونس هغه څرګندونې چې د ایران پر وړاندې د جګړې د بیا پيل د څرنګوالي او له تلابیبه د واشنګټن د بې قیدوشرطه ملاتړ له امله یې د امریکايي ټولنې د یوې برخې د خپګان په اړه کړې دي. هو، په امریکا کې د ټاکنو پایلو وښوده چې اسراییل د لویدیځې نړۍ په عامو افکارو کې خپل محبوبیت تر یو بریده له لاسه ورکړی دی. که په تېر کې له اسراییلو بې قیدوشرطه ملاتړ د امریکا په ټاکنو کې د بریا یو عامل ګڼل کېده، اوس د ناکامۍ پر عامل بدل شوی دی. دا نه یوازې نتنیاهو چې ایزنکوت او نورو ته هم د اندېښنې وړ دی.
په اسراييلو کې د ښي اړخو افراطیانو پام په لویدیځ کې د اسراییلو په زیان د عامو افکارو بدلون ته اوښتی دی. د دغه اړخ له انده، که د ټرمپ پر ځای بل کس واکمن شي، اسراییل به نور هم له پامه ولوېږي. کله چې په امریکا کې د واک په لوړه کچه او د عامو افکارو ترڅنګ، له اسراییلو د بې قیدوشرطه ملاتړ لېوالتیا نه وي، څرګنده ده چې په اسراییلو کې که هر څوک واکمن وي، اندېښمنېږي. له همدې کبله، د نتنیاهو هڅې تر ډېره له اوسني محدود فرصته (په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ له دوو پاتې کلونو) څخه د اعظمي ګټنۍ پرمحور راڅرخي. که نتنیاهو له ډګره لرې هم شي، ځایناستی ته به یې هم همدې موخې ته ارزښت ورکړي او هڅه به وکړي ټرمپ پر ایران د برید لپاره وهڅوي.






