د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د هرمز تنګي د مدیریت په اړه د دغه هېواد او عمان ترمنځ خبرې په «وروستي پړاو» کې دي.
عراقچي یکشنبه د اګست پر ۲مه په هغه راپور کې چې د ایران کابینې ته یې وړاندې کړی، ویلي چې د تهران او مسقط ترمنځ مذاکرات په وروستي کېدو دي.
دا څرګندونې داسې مهال شوې چې امریکا ویلي پر ایران یې د تازه بریدونو پرېکړه لغوه کړې ده.
ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي چې د ایران او عمان ترمنځ هوکړه، د هرمز تنګي د پرانېستل کېدو یا تړل کېدو مانا نه لري.





