۸صبح، تخار: تخار ولایت کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په مرکز کې د مخکیني حکومت د یوه جنرال له وژلو خبر ورکوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې مخکیني حکومت کې د دفاع ملي وزارت غړی جنرال غنی شنبه غرمهمهال د تلې پر ۳۰ د وسلهوالو کسانو له خوا د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې په ډزو وژل شوی دی.
تخار کې سیمهییزې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې جنرال غني تالقان ښار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست مخې ته وژل شوی دی.
تخار کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جنرال غني په مخکیني حکومت کې د ملي دفاع وزارت د تاسیساتو رییس و، خو پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته په کور شوی و.