۸صبح، فاریاب: فاریاب کې د مخکیني حکومت د یوه سیمهییز پولیس افسر مړی موندل شوی، چې په مرموز ډول د ډبرې په واسطه وژل شوی دی.
سیمهییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه جسد د ليندۍ چهارشنبه د لیندۍ پر ۹ نېټه د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ په کشتپول سیمه کې موندل شوی دی.
وژل شوي سړي ٣٠ کاله عمر درلود او جسد يې د طالبانو له خوا موندل او د ميمنې ښار د ولايتي روغتون سړېخونې ته لېږدول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سړى اسدالله نومېده او د فارياب ولايت د پښتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و.
په فاریاب کې ځایي طالبان، وايي چې د اسدالله د وژنې په اړه پلټنې کوي.
وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د تېر حکومت سرتېري هر وخت په ښکاره او مرموز ډول وژل کېږي.