• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ژمي رانږدې کېدل؛ د کابل بېوزلې کورنۍ د سون‌توکو د پېرلو وس نه لري

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794726378]

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د سون توکو د بیو شکایت کوي او وایي چې د هغو د پېرلو وس نه لري. دوی وايي، د ژمي په رارسېدو سره د سون توکو د بیو لوړېدل تل د کورنیو له جدي ستونزو دي؛ خو د خلکو خراب اقتصادي وضعیت او د پېرلو د توان کمښت دا اندېښنې لا زیاتې کړې دي. د دغو اوسېدونکو په وینا، ان که د سون توکو بیې راټیټې هم شي، بیا هم ډېرې بې‌وزلې کورنۍ د هغو د پېرلو توان نه لري.

د کابل اوسېدونکی غلام‌رسول وايي، د بیو د معلومولو لپاره د لرګیو څو پلورنځیو ته ورغلی، خو د مالي وس د نشتوالي له امله ونه توانېد چې په خپلو شته پیسو د اړتیا وړ لرګي واخلي.

غلام‌رسول زیاتوي: «د لرګیو ډېرو پلورنځیو ته ولاړم، خو د پېرلو وس مې نه درلود. بې‌کاري زیاته شوې او زه خپله هم ناروغ یم. طالبان باید له بې‌وزلو خلکو سره مرسته وکړي.»

د کابل بل اوسېدونکی زمان وايي، د لرګیو بیه د تېر کال پرتله لوړه شوې او دې چارې د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د بې‌وزلو کورنیو اندېښنې زیاتې کړې دي. د هغه په وینا، له اقتصادي ستونزو او د مالي وس له نشتوالي سره سره، ډېرې کورنۍ اړې دي چې په هره ممکنه لاره د ژمي لپاره اړین سون توکي برابر کړي. هغه وايي: «د لرګیو بیه د تېر کال پرتله لوړه شوې ده. خلک بې‌وزلي دي او د پېرلو توان نه لري؛ خو بله لاره هم نه لري او اړ دي چې د ژمي سون توکي واخلي.»

د کابل بله اوسېدونکې هدیه، چې د اووه کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وايي، د لومړنیو توکو او سون توکو د بیو د لوړېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ان د خپلې کورنۍ د لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان هم نه لري. هغه وايي: «له ډېرو ستونزو سره مخ یو. د هر څه بیې لوړې شوې او د پېرلو وس نه لرو. سږ کال د خوراکي توکو او سون توکو په ګډون د ټولو توکو بیې د پام وړ لوړې شوې دي.»

د کابل اوسېدونکی عبدالرازق وايي، د سون توکو د بیو لوړېدل له هغو مهمو ستونزو دي چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره خلک له لا ډېرو ستونزو سره مخ کوي. هغه زیاتوي، د هوا په سړېدو او د ژمي په رانږدې کېدو سره د سون توکو برابرول د کورنیو پر یوې اصلي اندېښنې بدلېږي او د دغو توکو د بیو لوړېدل پر خلکو، په ځانګړي ډول پر بې‌وزلو کورنیو اقتصادي فشار زیاتوي.

هغه وايي: «د ژمي په رارسېدو سره هوا سړېږي او په دې موسم کې د خلکو یوه مهمه ستونزه د سون توکو برابرول دي. د سون توکو د بیو لوړېدل هم د خلکو ستونزې زیاتوي.»

د کابل بل اوسېدونکی پروېز (مستعار نوم) وايي، ان که سون توکي ارزانه هم وي، د ده په ګډون د خلکو خراب اقتصادي وضعیت د هغو پېرل سخت کړي دي. هغه وايي: «موږ چې ورځني مزدوران یو، له ډېرو ستونزو سره مخ یو. د خوراک، د کور د کرایې او د ناروغیو د درملنې لګښتونه په ډېرې سختۍ برابرولای شو. اوس د سون توکو د بیو لوړېدو هم زموږ پر ستونزو بل اقتصادي فشار ورزیات کړی دی.»

هغه زیاتوي: «له طالبانو غواړو چې له همدا اوسه، د ژمي تر رارسېدو مخکې نرخپاڼه وټاکي او پر بیو څارنه وکړي، څو ټول خلک وکړای شي د اړتیا وړ سون توکي واخلي؛ که نه، بې‌وزله خلک به یو ځل بیا د خپلو کورونو د تودولو لپاره له بوټانو، پلاستیک، څرمنو او ورته نورو توکو کار واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام د تېرې میاشتې په وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې اټکل کېږي د روان ژمي پر مهال به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان د خوړو له سختې ‌ناامنۍ سره مخ شي او په ۲۰۲۷ کال کې به د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شي.

دغو سازمانونو په یوه راپور کې ویلي وو چې د نومبر او اپرېل میاشتو ترمنځ به د افغانستان ۳۸ سلنه وګړي د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم د تلې پر ۲۸مه خبرداری ورکړی و چې د ژمي په رارسېدو سره اټکل کېږي په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ میلیونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ شي.

د اوچا ویاندې اولګا چروکو ویلي وو چې په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو له کړکېچنې ناامنۍ سره مخ دي او ۳.۴ میلیونه نور په بېړني وضعیت کې ژوند کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: د طالبانو ځپونکي سیاستونه د افغان ماشومانو راتلونکی ګواښي
خبرونه

یونیسف: بېوزلي، جګړې او اقلیمي ناورینونه د ماشومانو راتلونکی ګواښي

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794724867]
په لبنان کې د سوریایي کډوالو په یوه کمپ کې اورلګېدنې ۵۹ خېمې له منځه وړې دي
بهرني خبرونه

په لبنان کې د سوریایي کډوالو په یوه کمپ کې اورلګېدنې ۵۹ خېمې له منځه وړې دي

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794723191]
ګوتېرېش: ترافیکي پېښې د روغتیا په برخه کې یو نړیوال ناورین دی
بهرني خبرونه

ګوتېرېش: ترافیکي پېښې د روغتیا په برخه کې یو نړیوال ناورین دی

۲۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794722125]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.