۸صبح: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ماشومانو پر ژوند او راتلونکي د بېوزلۍ د زیاتېدو، جګړو، اقلیمي ناورینونو او د حیاتي خدمتونو او مرستو د بوديجې د کمېدو د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یونیسف يکشنبه د نومبر پر ۱۵مه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه عوامل ماشومان د یوه ښه راتلونکي د لرلو له فرصته بې برخې کوي.
دغه بنسټ د دې وضعیت په غبرګون کې ټینګار کړی چې باید د ماشومانو پر وړاندې محرومیت او هغه ګواښونه پای ته ورسېږي چې هغوی ورسره مخ دي.
یونیسف زیاته کړې چې د عملي ګامونو او اړینو پانګونو له لارې باید هره ورځ د ماشومانو حقونو ته درناوی وشي او ملاتړ یې وشي.
دغه بنسټ د ماشومانو حقونو ته د دوامدارې پاملرنې او هغوی ته د اړینو خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.






