د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي، ترافیکي پېښې د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې یو نړیوال ناورین دی.
ګوتېرېش يکشنبه د نومبر پر ۱۵مه، د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا ناورین، سره له دې چې پراخ دی، د مخنیوي وړ هم دی.
هغه ټینګار کړی چې باید د عملي ګامونو په پورته کولو سره د هغو کسانو یاد تازه وساتل شي چې په ترافیکي پېښو کې یې ژوند له لاسه ورکړی او د ټولو لپاره د خوندي تګراتګ د برابرولو هڅه وشي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز د خوندي ترانسپورټ د رامنځته کولو لپاره د نړیوالې ژمنتیا د نوي کولو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ګڼ کسان د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ، له ټاکلي حده د زیات سرعت، د ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو او د سړکونو د خرابوالي له امله په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.






