د لبنان په ختیځ کې د سوریایي کډوالو په یوه کمپ کې د اورلګېدنې له امله د دغه کمپ ټولې ۵۹ خېمې سوځېدلې او ۷۵ کورنۍ بې سرپناه شوې دي.
د اناتولي خبري اژانس يکشنبه د نومبر پر ۱۵مه، راپور ورکړی چې دا اورلګېدنه د شنبې په ورځ د لبنان د بقاع درې په زحله سیمه پورې اړوند په «بار الیاس» ښارګوټي کې د سوریایي کډوالو په یوه کمپ کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، په دغه کمپ کې شاوخوا ۴۸۶ کسانو ژوند کاوه او اورلګېدنې یې ټولې خېمې له منځه وړې دي.
خو تر اوسه په دې پېښه کې د چا د مړینې یا ټپي کېدو راپور نه دی خپور شوی او لبناني چارواکو هم د اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
لبنان په سوریه کې په ۲۰۱۱ کال کې د جګړو له پیل راهیسې د ګڼو سوریایي کډوالو کوربه دی.






