د افغانستان جمهوري نظام چې د نړۍوالې ټولنې د دوو لسیزو ملاتړ او تمویل پایله وه، د ۱۴۰۰ لمریز کال په وروستیو کې له منځه ولاړ. د نظام سقوط او د هېواد د امنیتي ځواکونو له منځه تلل په ملي او نړۍواله کچه ډېرې پوښتنې رامنځته کړې دي. پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني او امریکايي چارواکي تل یو بل ددې نظام د سقوط او د طالبان د پیاوړتیا لامل بولي. د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي څارونکی یا سیګار د افغانستان د پخواني حکومت د پوځ د ځواکونو د سقوط په اړه د کورني او بهرني لاملونو په اړه یو څېړنیز راپور خپور کړی دی. د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د حاکم اداري فساد تر څنګ، قومي ګمارنې، د افغانستان د وسله وال پوځ د اعلا سرقوماندان له لوري د پوځ په مشرتابه کې دوامداره بدلونونه او ملي مسایلو ته د غني نه پاملرنه د هېواد د پوځي ځواکونو د کمزورتیا کورني لاملونه بللي دي. دغه راز بهرنیو ځواکونو پورې د افغانستان د وسله والو ځواکونو تړلتیا، د افغانستان د پوځي ځواکونو د امتیازونو کمښت، د افغانستان د دولت د سولې د خبرو اترو د پلاوي د غوښتنو په نظر کې نه نیولو پرته د دوحې تړون، له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل او د دغه هېواد په سیاسي چارو کې د امریکا د سیاسي روڼتیا نه شتون، د افغانستان د پوځي ځواکونو د له منځه تللو بهرني لاملونه بلل شوي دي.
د سیګار څېړنیز راپور سه شنبه د کب په ۹مه نېټه، د «افغانستان امنیتي ځواکونو ولې سقوط وکړ؟» تر سرلیک لاندې خپور شو. په دې راپور کې ویل شوي دي چې قومي ګمارنې او د غني له لوري په پوځ کې دوامداره بدلونونه د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د افغانستان د امنیتي ځواکونو روحیه او ځواک کمزوری کړی و. د سیګار څېړنې ښيي کله چې د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو شو، غني امنیتي لوړپوړي چارواکي بدلول او ډېری قوماندانان به یې د پښتنو له قوم په ځانګړي ډول د افغانستان له شرق نه غلجیان ګمارل. د متحده ایالتونو ځانګړی څارونکی د هېواد د پخواني ولسمشر دغه کړنه « قومي سیاسي کول» د پښتنو په ګټه بللې ده.
ځانګړی څارونکی د افغانستان د پخواني حکومت د یوه چارواکي له خولې لیکلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو او د طالبانو تر منځ د دوحې تړون له لاسلیک وروسته، اشرف غني داسې فکر کاوه چې واشنګټن غواړي له واک نه یې لیرې کړي له همدې امله، د امریکا کړنو او د افغانستان پوځي ځواکونو ته یې د شک په سترګه کتل. غني د دې لیدلوري له مخې، د نظام د سقوط په وروستیو اونیو کې، هغه پوځي چارواکي چې د امریکا متحده ایالتونو له لوري زده کړې ورکړل شوې وې لیرې او د هغوی پر ځای یې، کمونست جنرالان چې ځان لپاره یې وفادار ګڼل، په پوځي برخو کې ځای پر ځای کول.
په دې راپور کې د ولسمشر غني له لومړي مرستیال امرالله صالح نه هم یادونه شوې ده. د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو یو وزیر سیګار ته ویلي دي چې د افغانستان امنیتي چارواکو د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۱۹مه نېټه شاوخوا د هغه له تېښتې نه پینځه ورځې مخکې راپور ورکړی و، چې امریکايي ځواکونه به ډېر ژر افغانستان پرېږدي، خو امرالله صالح غني ته ویلي و چې دا د متحده ایالتونو توطیه ده او رښتیا نه دي. د دې راپور په یوه بله برخه کې راغلي دي چې د امریکا د کانګرس د غړو په ګډون د دغه هېواد یو شمېر چارواکي د غیر رسمي کانالونو له لارې له غني سره په اړیکه کې وو او هغوی د دې لامل شول چې له افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د وتلو په اړه د اشرف غني ناسم برداشت، پیاوړی شي.
د سیګار د مالوماتو له مخې، د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د سیاسي سیالۍ له امله د پښتنو او تاجکو تر منځ سیالۍ ډېرې شوې وې او دا د افغانستان د امنیتي ځواکونو د کمزورتیا یو بل لامل دی. سیګار په داسې حال کې د پښتنو او تاجکو تر منځ سیالیو ته اشاره کړې چې د ۱۳۹۷ کال د جمهوري ریاست له ټولټاکنو وروسته، سیاسي ډلو خپل اتحاد له لاسه ورکړی و او په دوو بېلابېلو ډلو (د غني پلویان او د عبدالله پلویانو) وېشل شوي وو. دا په افغانستان کې د جمهوري ریاست هغه مهال ټولټاکنې له جنجال نه ډکې ټولټاکنې وې چې په پایله کې یې محمد اشرف غني د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د اعلان پر بنسټ، د هېواد د ولسمشر په توګه اعلان شو. د دغو ټولټاکنو جنجالونه د سقوط تر وخته پورې دوام درلود.
د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي څارونکي ته ویلي دي چې اشرف غني د لوړو ملي مسایلو پر ځای په کوچنیو او وړو کارونو بوخت و. د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت کرزي، سیګار ته ویلي دي چې ولایتونه د سقوط په حال کې وو، خو اشرف غني ساعتونه د ملي تدارکاتو د شورا او ښار جوړونې غونډو کې بوخت و. مسعود اندرابي هم سیګار ته ویلي دي چې هېڅ سرتېری حاضر نه و چې د غني لپاره وجنګېږي یا ومري؛ ځکه هېچا نه غوښتل د داسې کس لپاره ومري چې د لوټولو لپاره راغلی دی.
د افغانستان د پوځي ځواکونو په له منځه وړلو کې شامل بهرني لاملونه
له افغانستان نه د امریکا متحده ایالتونو د پوځي ځواکونو د وتلو په هکله د واشنګتن پرېکړه، د افغانستان د پوځي ځواکونو د له منځه تللو له ښکاره لاملونو ګڼل کېږي. د سیګار څېړنې ښيي چې د افغانستان پوځي ځواکونو د متحده ایالتونو د ځواکونو په تدریجي وتلو سره ونه شوای کړای د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي. د دغه راپور له مخې محمد اشرف غني له سقوط نه څلور میاشتې وړاندې دا درک کړې وه چې د هېواد پوځي ځواکونه یې د متحده ایالتونو د لوجستیکي تدارکاتو پرته جګړه پر مخ نه شي وړلای؛ په داسې حال کې چې په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان حکومت په بهرنیو تدارکاتو پورې تړلی و.
د دې ټولو تر څنګ، سیګار پتیلې ده چې په افغانستان کې د پوځي شتون په اړه د امریکا سیاست روښانه نه و. د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی څارونکی په دې راپور کې د امریکا د پخواني دفاع وزیر جیمز متیس له خولې لیکي چې په وروستیو کې نوموړی اصلا نه پوهېده چې څه باید وکړي؛ ایا برید وکړي یا شاتګ؛ ایا د امریکا پوځي ځواکونه به راتلونکي کال په افغانستان کې پاتې شي که نه.
پر دې سربیره، د دوحې تړون یو بل روښانه لامل دی چې د افغانستان د پوځي ځواکونو روحیه یې ورکمزورې کړې وه. د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو قوماندانانو د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي څارونکي ته څرګنده کړې ده چې د دغه تړون نه وروسته د سرتېرو روحیه هغه حد ته راټیټه شوې وه چې یوازې غوښتل یې ژوندي پاتې شي. د سیګار راپور ورکونکي دغه راز وايي چې د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰ نېټه د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون په لاسلیکولو، امریکايي پوځیانو ډېر ژر خپل ملاتړ د افغانستان له امنیتي ځواکونو کم کړ. د سیګار د راپور له مخې، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د طالبانو پر ضد د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه څه باندې ۷ زره او ۴۳۲ بریدونو ته رسېدل، خو د:دغه تړون له لاسلیک وروسته په ۱۳۹۹ کال کې د طالبانو پر وړاندې یوازې یو زر او ۶۳۱ بریدونه ترسره شوي دي.
د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي څارونکي د خپل څېړنیز راپور په یوې برخه کې د افغانستان د حکومت د مذاکراتي پلاوي د غوښتنو پر وړاندې د متحده ایالتونو د نه پاملرنې په اړه لیکلي چې واشنګتن د افغانستان د پخواني حکومت د غوښتنو له په نظر کې نیولو پرته، د طالبانو له لوري سره یې خبرې پای ته ورسولې. د دغه راپور له مخې، واشنګټن د دوحې د تړون جزییات له محمد اشرف غني سره شریک نه کړل او غني د امریکا د سیاست له بدلون نه ناخبره پاتې شو. د افغانستان د پوځ یو له جنرالانو ځانګړي څارونکي ته ویلي دي چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا د پالیسۍ له بدلون سره، د افغانستان پوځیان نه پوهېدل چې امریکايي ځواکونه به یې څه وخت مرستې ته راورسېږي له همدې امله په وروستیو کې په امریکايي ځواکونو د افغانستان د امنیتي ځواکونو باور کم شوی و.
سیګار په خپل څېړنیز راپور کې ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پوځي ځواکونه داسي روزلي وو چې په خپلواک ډول یې فعالیت نه شوای کړای. دغو ځواکونو د څو ښوونیزو دورو له تېرولو سربېره هم خپله وړتیا د خپلواکو ځواکونو تر حد پورې نه وه رسولې. سیګار، د دې کار پړه په واشنګټن او کابل اچوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د جمهوري نظام چې د نړۍوالې ټولنې او د ناټو ځواکونو د دوو لسیزو د مالي ملاتړ حاصل و، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه نېټه له کابل نه د محمد اشرف غني له تېښتې وروسته، له منځه ولاړ. ښاغلي غني په ټلوېزیوني مرکو او ټوېټونو کې له خپل ځان نه دفاع کړې او په غیر مستقیم ډول یې له کابل نه وتل «توطیه» بللې ده. نوموړي ویلي دي په داسې ډول له ارګ نه ویستل شوی دی چې حتی د بوټونو د بدلولو اجازه هم نه ده ورکړل شوې. د غني په خبره، نوموړی د پخواني حکومت وروستی لوړپوړی چارواکی دی چې کابل یې پرېښی دی. پخواني ولسمشر دغه راز ویلي دي، که چېرې تاسو ته وویل شول چې غني د خپل ځان د ژغورلو لپاره افغانستان پرېښود او وتېښتېده، باور پرې ونه کړئ. ښاغلي غني د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د تړون لاسلیک د خپل حکومت د سقوط له اصلي لاملونو ګڼي او ویلي یې دي چې د امریکا متحده ایالتونه له هغه سره صادق نه و.
د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیزاد چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان د دولت او د طالبانو د مشرانو ترمنځ یې د مذاکراتو رول لوباوه، ویلي دي چې له افغانستان نه د اشرف غني په تېښتې، د دوحې د تړون مواد نه دي پلي شوي. ښاغلي خلیلزاد د دوحې تړون «د افغانستان د ستونزو د حل لپاره غوره کړنلاره» بللې ده.
طالبان چې دا مهال له یو نیم کال راهیسې د افغانستان حاکمیت په لاس کې لري، ادعا کوي چې لا تر اوسه هم د دغه قرارداد ځینې مادې د امریکا د متحده ایالتونو له لوري نه دي پلې شوې. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین، د دوحې د تړون د دوه کلنې کالیزې په ویاړ ویلي دي چې دا تړون د افغانستان په تاریخ کې د عطف یو ټکی و او راتلونکي نسلونه به دا تړون په ښه نوم یادوي. نوموړي وړاندې ویلي چې ددغه تړون یو شمېر برخې له هغې ډلې یې د ملګرو ملتونو له تور لیست نه د طالبانو د ډلې د مشرانو د نومونو لیرې کول، د امریکا د ډالیو فهرست لیري کول او په ټوله کې په طالبانو د بندیزونو لیرې کول او د اوسني رژیم په رسمیت پېژندل دي، چې تر دا مهاله پلي شوي نه دي. نوموړي د دغو مواردو نه اجرایي کېدل د دوحې د تړون له روح سره په ټکر کې وبلل او ټینګار یې کړی دی چې متحده ایالتونه باید دغې موضوع ته پام وکړي.