د اماراتو کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې سیالې جاپانۍ لوبډلې ته د ۲۷۳ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د «اې» ګروپ په لومړي سر کې ځای لري.
دا لوبه شنبه د نومبر پر ۳۰مه د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال کرېکټ لوبغالي کې وشوه.
د لوبې ټاس اماراتۍ لوبډلې وګاټه لومړی یې توپوهنه وکړه چې د ارین ۱۵۰، اکشات ۵۳ او عیان افضل ۴۵ منډو پر مټ یې ۳۲۶ منډې هدف وټاکه.
ارین په ۱۲۰ توپونو ۱۵۰ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
په توپاچونه کې د جاپانۍ لوبډلې په ګټه کېفر یاماماتو څلور، اوار تیواري دوه او کزوما کاتو یوه وېکټه واخیسته.
د اماراتو لوبغاړو له خپل هدف څخه په کلکه دفاع وکړه او په ۲۴.۱ اورونو کې یې ټول جاپاني لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې جاپان د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره نیهار ۲۳ او کوجي ۱۷ منډو پر مټ یوازې ۵۲ منډې وکړې او خپله ماتې یې ومنله.
د اماراتو لپاره اودېش سورج څلور، نورالله ابوبي، اکشات او هرش یوه-یوه وېکټه واخیسته او روان جام کې لومړی بری یې په خپل نوم ثبت کړ.
د یادونې ده چې د اماراتو ۱۹ کلنو لوبډله د خپلې دویمې لوبې لپاره راتلونکې دوشنبه د ډېسمبر پر ۲مه د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې سیالي کوي.





