۸صبح، کابل: روسیې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ د سرحدي نښتې په تړاو اندېښنه ښودلې او د خبرواترو له لارې یې د د دغې ترینګلتیا د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا یکشنبه د مرغومې پر ۹مه، طالبانو او پاکستان ته د دغه کړکېچ د سولهییز حل بلنه ورکړې ده.
هغې زیاته کړې ده: «موږ له ښکېلو خواوو غواړو چې له زغم کار واخلي او رغنده خبرواترو ته حاضر شي څو خپل اختلافات په سولهییز ډول حل کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستان جېټ الوتکو د بمبارۍ په ځواب کې غچاخیستونکي بریدونه وکړل.
طالبانو بیا ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې له ۲۰ ډېر پاکستاني پوځیان وژلي دي.
بل خوا پاکستاني رسنیو د خپلو امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په دې نښتو کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
همداراز د پاکستان امنيتي چارواکو ادعا کړې چې په ځوابي بريد کې یې اته طالبان وژلي دي.
د يادونې ده چې وخت ناوخت د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سرحدي نښتې رامنځته کېږي، خو پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بريدونه د دواړو خواوو ترمنځ د ناندرۍ ډېرېدو لامل شوې دي.





