۸صبح، خوست: خوست ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د بېپیلوټه الوتکې د برید په ترڅ کې د ټيټيپي دوه جنګیالي وژل شوي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا برید شنبه د مرغومې پر ۲۹مه، شپه مهال د خوست په «عليشېرو» ولسوالۍ کې شوی دی.
د سرچینو په وینا، دې الوتکې د پاکستاني طالبانو یو مرکز په نښه کړی دی.
په خوست کې طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې پاکستاني پوځ د ټيټيټي جنګیالیو د وژلو ادعا له مخې د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ بمباري کړې وه.
طالبانو هغه مهال ویلي و چې په دغه برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۶ کسان وژل شوي دي.





