۸صبح، کابل: د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د سيمې او نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان جګړه به يوازې کورنۍ جګړه پاتې نه شي او د دې جګړې لمن به د سیمې او نړۍ تر هېوادونو هم وغځېږي.
د بهرنيو چارو وزير له فارين پاليسۍ سره په خبرو کې ويلي چې روانه جګړه به يوازې افغانستان پورې تمامه نه شي، بلکې له تصوره پورته به خپل اغېز ولري او نړيوالو ترهګريزو شبکو او جرمې ډلو ته به دا زمينه برابره کړي چې د نړيوالو ګډو ګټو پر ضد فعاليت وکړي.
اتمر زياته کړې ده چې، ترهګري «ښه او بد» نه لري او د ترهګريزو ډلو ترمنځ توپير بايد د هېوادونو سیاست نه وي. محمد حنيف اتمر ويلي: «دا چې پر يوې ترهګريزې ډلې تمرکز وشي او هيله مند واوسئ چې نورې ډلې به تاسې ته زيان نه رسوي، دا رښتينې چاره نه ده. دغه ډلې تاسې پسې راشي.»
اتمر ويلي چې افغانستان او امريکا په دې پوهېږي چې طالبان او نورې ترهګريزې ډلې د سيمې او نړۍ د ثبات او سولې لپاره يو غښتلی ګواښ دی.
په ورته وخت کې نوموړي څرګنده کړې چې له جګړې څخه د طالبانو موخه، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل نه دي، بلکې هغوی غواړي څو «اسلامي امارت» بياځلې راولي.
هغه ويلي: «طالبانو د دوحې په هوکړه کې کړو ژمنو باندې عمل نه دی کړی په داسې حال کې چې موږ په ټوله کې په ايماندارۍ سره پرې عمل کړی دی.»
اتمر زياته کړې ده چې د طالبانو ډلې د بهرنيو ځواکونو د وتلو نېټې په ډاګه کېدو سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ترورونو او تاوتريخوالۍ لړۍ پراخه کړې ده.
د بهرنيو چارو وزير په وينا، د طالبانو د دغو بريدونو په پايله کې له ۳۵ زرو پورته کسان وژل شوي چې له دې ډلې ۳۰ سلنه يې ملکي وګړي دي. اتمر زياته کړې ده: «له ۲۰۰ زره پورته کسان له کورنو بې ځايه شوي دي.»
ښاغلی اتمر زياتوي چې، طالبانو په داسې وخت کې تاوتريخوالي او جګړې ته زور ورکړی چې افغانستان د کرونا او وچکالۍ سره مخ دی. هغه وويل، دې ډلې نه شو کولی چې له دې څخه سخت وخت خپلو وحشيانه او يرغليزو بريدونو ته په افغانستان کې پيدا کړي.
اتمر فارين پاليسۍ ته ويلي چې افغانستان به د خپل ستراتيژيک ارزښت او سيمه ييز اتصال له نظره له امنه برخمن شي؛ ځکه د سيمې ثبات د افغانستان ثبات سره تړاو لري.
د بهرنيو چارو وزير وايي، که پاکستان دا باور لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات يوه سيمهييزه اړتيا ده، نو بايد په دې برخه کې ونډه واخلي.
په ورته وخت کې هغه د افغانستان د سولې د ملاتړ په موخه د سيمه ييزې اجماع د جوړېدو لپاره د چين او پاکستان رول باندې ټينګار کړی او ويلي يې دي چې چين هېواد امريکا او د سيمې او نړۍ نورو لوبغاړو ته دا په ډاګه کړه چې افغانستان د دواړو لوريو ګډو ګټو لپاره د همکاريو ځای دی او بايد ترې ګټه پورته شي.
اتمر ويلي چې د افغانستان د خلکو غوښتنه له ترهګرۍ، مخدره توکو، اقتصادي جګړې او جرايمو لکه انساني قاچاق، د وسلو قاچاق، اخاذۍ او لوټلو څخه پاک افغانستان دی.
له بل پلوه اتمر ويلي چې چين د شرقي ترکستان اسلامي خوځښت د فعاليت په اړه اندېښمن دی، په داسې حال کې چې دغه خوځښت د ترور يو ايکوسيستم دی او نه شي کېدی چې پر وړاندې يې بابېزه واوسو.
اتمر فارين پاليسۍ ته ويلي چې: «شته داسې کسان چې افغانستان د افغانانو لپاره نه بلکې د مخدره توکو او نړيوال تروريزم لپاره غواړي.»
هغه زياته کړې ده: «په همدې اساس موږ د دغو عناصرو پر وړاندې چې د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره اساسي ګواښونه دي، جګړه کوو.»
حنيف اتمر په دې مرکه کې له طالبانو غوښتي څو د افغانانو وژنه ودروي او اوربند وکړي.
له افغاستانه د نړيوالو ځواکونو وتل او په دې وروستيو ورځو کې د طالبانو له لورې د بريدو شدت د ځينو ګاونډيو هېوادونو لپاره اندېښنې زېږولې دي. طالبانو له ايران او منځنۍ اسيا هېوادونو سره په پوله کې ځينې سيمې نيولې دي.





