ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د نړۍ پوځي لګښت ۲.۹ ټریلیونو ډالرو ته رسېدلې او د جګړو د مخنیوي او پای ته رسولو لپاره د بېوسلې کولو ارزښت زیات شوی دی.
نوموړي بنسټ شنبه د اکتوبر پر ۲۴مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې په نړۍ کې د امنیتي ننګونو په پراخېدو، د خوندي راتلونکې د رامنځته کولو لپاره بېوسلې کول اړین دي.
ملګرو ملتونو د بېوسلې کولو اوونۍ د پیل په مناسبت، د جګړو په مخنیوي او ترې د رامنځته کېدونکو زیانونو د کمولو لپاره د دغه بهیر پر ارزښت ټینګار کړی دی.
د بېوسلې کولو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي استازې هم د بېوسلو کولو غوښتنه کړې او ویلې یې دي «بېوسلې کول، امنیت دی.»





