څارنوال

عبدالنافع همت - طنز

د (څارنوال) کلمه له (څارن) او (وال) څخه جوړه ده. (څارن) څارونکي او (وال) د نلدوانۍ په اصطلاح کي د يوه شي د بندولو او خوشي کولو ځای ته وايي، خو په عدلي او قضايي اصطلاح کي هغه دولتي مامور ته ويل کېږي چي د زورواکو او شتمنو خلکو دوسيې څيري، خو د بېوزلو خلکو دوسيې بيا څاري، ياني دوه اساسي کارونه کوي، یو د دوسيو څيرل او بل د دوسیو څارل. پخوانيو خلکو باور درلود چي د څارنوالانو په دفترونو کي پټي بلاوي او شيطانان اوسېږي، دا پټي بلاوي د شپې له خوا د شتمنو مفسدينو دوسيې پټوي، کله کله خو د تورن شخص په دوسيه کي د بل بې ګناه شخص اسناد هم ايږدي، څارنوال بېچاره چي سهار دفتر ته راسي او دوسيه وګوري، مجبوره دئ چي پر همدې بې ګناه تورن شخص خپل ياسین تېز کړي او دوسيه يې محکمې ته واستوي، اما وروستيو علمي څېړنو ثابته کړې چي د څارنوال دفتر يا (وال) يوه پټه غاښوره جالۍ لري، په دې جالۍ کي د شتمنو خلکو دوسيې بندېږي، خو د بېوزلو خلکو دوسيې لکه اوبه ښوی ځني تېرېږي او سيده محکمې ته رسېږي!؟

ورته لیکنې

Back to top button