• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ لړم ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د اګست پنځلسمه؛ د کابل په کوڅو کې مې د ارمانونو سقوط

ستاره حسیني ستاره حسیني
۲۴ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1786801160]
AFP

AFP

هغه ورځ د کابل اسمان ډېر ښکلی رنګ درلود؛ شین رنګ له سپینو وريځو سره چې په اسمان کې یې ښکلی نقش جوړ کړې و. د هغې ورځې سهار ډېر په زړه پورې و او لمر ځلېده. له لېوالتیا او شوق سره، په منظمو جامو او ځلېدونکو بوټانو کې د ازموینې په ټولګي کې په موسکا حاضره شوې وم او په بې صبرۍ د استادې له خوا د ازموینې د پاڼو وېشلو ته په تمه وم.

ناڅاپه سرښوونکې په وارخطا څېره، داسې لکه له زرګونو کلونو جلاوطنۍ وروسته چې بېرته راګرځېدلې وي، دروازه پرانیسته. غږ یې یوازې د یوه خبر غږ نه و، بلکې د یو نسل د هیلو د چت د نړېدو غږ و. هغې نه ویل: «ښوونځی رخصت دی»؛ ویل یې: «ژوند پای ته ورسېد.» په لړزېدلي غږ یې وویل: «نجونو، په بشپړ حجاب او ډېر ژر له ښوونځي ووځئ؛ نور نه درس شته او نه قلم او کتاب.»

هغه شېبه د یوه تمدن د زوال شاهده وم. ورو له خپل ځایه پورته شوم او په داسې غږ مې چې په ستوني کې ماتېده، وپوښتل: «استادې، څه شوي دي؟ ولې نور د قلم او کتاب خبره نه شته؟ اخر څه پېښ شوي دي؟»

هغې په ژړا له ډک غږ، لکه څوک چې پر دار ځړول شوې وي، وویل: «لورې، کابل، زموږ پلازمېنه سقوط شوه. طالبان پر لاره دي؛ ښه به وي چې ټولې خپلو کورونو ته لاړې شئ.»

خبرو یې په یوې ژورې چوپتیا کې ډوبه کړم. غوږونو مې نور د اورېدو او پښو مې د درېدو وس له لاسه ورکړی و. زړه مې درزېده، ساه اخیستل راته سخت و او په ډېرې سختۍ مې خپل کتابونه راټول کړل.

د کور پر لاره، کوڅې نورې هغه اشنا کوڅې نه وې. هره ډبرې لکه خوله یې چې پرانیستې وي، څو د هغو نجونو خاطرې تېرې کړي چې تر پرونه به په رنګارنګ بکسونو او لوړو هیلو پر همدغو لارو تېرېدې. شاته مې کتل؛ نه له وېرې، بلکې له حیرانتیا. څنګه ممکنه وه؟ څنګه هغه نړۍ چې په زرګونو هیلو مو جوړه کړې وه، د سترګو په رپ کې د هغو کسانو لاس ته ولوېده چې «خپله ګمراه دي» او نه پوهېږي چې ناپوهي څه ده او پوهه څه ده؟ ولې «زور او ظلم» د ژوند یوازینی قانون ګڼي؟

د ټولنې درد یوازې تر هغې ځانګړې ورځې نه محدودېده. هغه ورځ یوازې د یوې اوږدې تراژیدۍ اوج و. هغه شېبه نه یوازې له طالبانو، بلکې له تاریخه هم وېرېدم؛ له هغه تاریخه چې تل یې د دغه هېواد د ښځو لپاره له «کور» او «تیارو» پرته بل څه نه لرل. د پلار په سترګو کې مې د غرور ماتېدل لیدل چې کلونه یې د ودې او پرمختګ لپاره لګښت کړی و. هغه داسې سړی و چې خپله ټوله شتمني یې زما په کتابونو کې لیده، خو اوس هماغه کتابونه چې زما په لاس کې و، د غرونو په څېر راته درانده و.

خیال مې پر هغې ورځ الوت ونه کړ؛ بلکې د نامعلوم راتلونکي په یوه قفس کې بند پاتې شو. له ځان سره مې فکر کاوه: ایا دا د هغو ټولو هیلو، ارمانونو او هڅو پای دی چې ما د خپل او د هېواد د راتلونکي لپاره په خپلو کتابچو کې لیکل؟ ایا دا ټول خوبونه به تر خاورو لاندې ښخ شي؟

زموږ د ټولنې درد، د له پامه غورځول کېدو درد دی. موږ په داسې خاوره کې ژوند کوو چې هر نسل باید له صفره پیل وکړي؛ ځکه چې تېر نسل خپلې ټول لاسته راوړنې د جګړې او تعصب په اور کې سوځېدلې لیدلې دي.

کله چې کور ته ورسېدم، بې له دې چې پوه شم، څلور وارې د کور شاوخوا څرخېدلې وم. د ګاونډۍ لور ناڅاپه مخې ته راغله او ویې ویل: «بس دی!»

ومې وپوښتل: «مطلب دې څه دی؟»

هغې وویل: «بس دی! دا څلورم ځل دی چې د کور شاوخوا ګرځې. قوي اوسه، په خود شه. د هرې تیارې تر شا رڼا ده. لکه څنګه چې نن سهار لمر ځلېده، اوس د تورو وريځو تر شا پټ شوی، پوه شه چې بیا به راخېژي. راځه، زه به دې تر کوره ورسوم.»

نه پوهېږم چې څنګه تر کوره ورسېدم. مور مې په اندېښمنه او له اوښکو ډکو سترګو راته په تمه وه؛ ټینګه مې په غېږ کې ونیوله. عجیب احساس مې درلود؛ داسې لکه ټول وجود مې چې د ښوونځي دروازې تر شا پاتې وي. دومره مې وژړل، لکه خپل تر ټولو ارزښتناک شی مې چې له لاسه ورکړی وي. احساس مې کړې و، پوه شوې وم چې نور به ونه شم کړای د ښوونځي مېز او تباشیر لمس کړم.

د مور تر څنګ مې د ښار د زړه درزا ته غوږ نیوه؛ هغه ښار چې د وروستۍ سلګۍ په ایستلو و. په ټیټ غږ مې خدای ته ویل:

خدایه، ولې موږ؟

ولې موږ باید دومره سخته ازموینه ورکړو؟

ولې په دغې جغرافیې کې دومره درد دی؟

ایا موږ لعنت شوي یو؟

ولې باید دلته «ښځه اوسېدل» له «له منځه تللو» سره مترادف وي؟

زموږ کړا د «پټېدو» کړاو دی. هغه درد چې مجبوره یې خپل ټول هویت، پوهه او خوبونه د تور ټوکر د پوړونو لاندې پټ کړې. پر هغې ورځ یوازې له ښوونځي ونه وتلو؛ بلکې خپل اصلي وجود مو د کابل په کوڅو کې پرېښود.

هغه ورځ پوه شوم چې په ټولنه کې مو «قلم» له «زور او ظلم» څخه ډېر خطرناک دی؛ ځکه کتاب او قلم در زده کوي چې وپوښتې: ولې؟ او څنګه؟ پوښتنه د ناپوهۍ د بنسټونو د نړولو لومړنی ګام دی.

اوس چې هغه ورځ رایادېږي، ګورم چې هغه وېره یوازې یو تېرېدونکی احساس نه و؛ بلکې یو «ژور تاریخي زخم» و چې د ټولو په وجود کې حک شوی دی. موږ هغه نجونې یو چې د کنډوالو په منځ کې د خپلو ماتو خوبونو ټوټې لټوو. زموږ کړاو د هغې مرغۍ کړاو دی چې وزرونه یې پرې شوي وي. خو موږ به سندرې وایو؛ ان د دغه هېواد په تر ټولو تیارو ورځو او ان مطلقه چوپتیا کې. ځکه موږ پوهېږو چې «فکر» یوازینی څه دی چې هېڅ ځواک یې نه شي ماتولی.

دا روایت یوازې زما کیسه نه ده، بلکې د هغو زرګونو نجونو کیسه ده چې پر هغې توره ورځ یې خپل ماشومتوب د ښوونځي د نیمګړو کتابونو په منځ کې پرېښود. موږ لا هم په هماغو کوڅو کې د خپلو هیلو د پوره کولو په لټه یو؛ او خپلې هیلې به پوره کړو.

راتلونکی زموږ دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د قطر لومړی وزیر: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړې ته د رسېدو هڅې دوام لري
بهرني خبرونه

د قطر لومړی وزیر: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړې ته د رسېدو هڅې دوام لري

۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794059230]
اماراتي چارواکی: لا هم د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې شونتیا شته
بهرني خبرونه

اماراتي چارواکی: لا هم د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې شونتیا شته

۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794056604]
بهرني خبرونه

ګوتېرېش د هېوادونو ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي ټینګار وکړ

۱۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794054541]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې ترافیکي پېښه؛ د طالبانو موټر د ملکیانو له موټر سره ټکر کړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیه: اوکرایین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپل څه باندې زر سرتېري له لاسه ورکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.