د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ټینګار کړی چې د هېوادونو ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ ته دې له دوهګوني چلند پرته درناوی وشي.
ګوتېرېش شنبه د نومبر پر ۷مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو منشور په تېرو څه باندې ۸۰ کالو کې د درېیمې نړیوالې جګړې په مخنیوي کې مرسته کړې ده.
نوموړي ویلي چې د ملګرو ملتونو منشور د ټولو هېوادونو لپاره یو ګډ اصل ټاکلی چې له مخې یې «د هر هېواد ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ ته دې درناوی وشي».
د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د دغه اصل په پلي کولو کې دې هېڅ استثنا ونه منل شي او له هېڅ هېواد سره دې دوهګونی چلند نه کېږي.
ګوتېرېش ویلي چې د سولې اصلي مانا د ځواک پر وړاندې د قانون حاکمیت دی، په دې مانا چې ځواک دې د قانون په چوکاټ کې وکارول شي، نه له هغه پورته.





