• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د اګست ۱۵مه؛ د افغانستان په تاریخ کې د ښځو پر مخ د کرغېړنو او تیارو ورځو پیل

اسما مهجور اسما مهجور
۲۴ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723621690]
Ali Khara / Reuters

Ali Khara / Reuters

د ۲۰۰۱ کال سپټمبر ۱۱مې له برید وروسته امریکا د القاعدې د له منځه وړلو په پلمه پر افغانستان هوايي بریدونه وکړل او دغه هېواد ته یې خپل پوځ واستاوه، دا هغه وخت و چې پنځه کاله افغانانو له تاوتریخوالي او ظلم ډک حالت زغملی و.  د ښځو له بشري حقونو سرغړونه (د زده‌کړو او کار له حق څخه بې برخې کول)، په عام محضر کې د خلکو شخصیت او انساني کرامت ته سپکاوی کول، په جبري توګه په خلکو خپلې غوښتنې منل، د ږیرې پرېښودل، د غله لاس پرې کول او په ټوله کې صحرايي محکمې چې پرته له کوم ثبوت به خلک مجازات کېدل خلک یې له ډار او وحشته ډک حالت ته بیولي وو.

د امریکا له راتګ سره سم، د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهالی حکومت اعلان شو او بیړنۍ لویه جرګه د افغانستان د ټولو ولایتونو د استازو په ګډون جوړه شوه، له هغه وروسته د اساسي قانون لویه جرګه او د ټول ټاکنو له لارې د خلکو په خوښه یو مشروع او قانوني جمهوري حکومت رامنځته شو.

له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د بساینې او پرمختګ لپاره ټولې لارې هوارې شوې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې هغه نجونې چې پنځه کاله د زده‌کړو له حقه محرومې وې، په دې موده کې له چا د ښوونځيو د دورې عمر تېر و، چا په لږو امکاناتو په کور کې درسونه ویلي وو او په شپږمو او اوومو ټولګیو کې شاملې شوې، ښځو د کار کولو حق بیا ترلاسه کړ او په ادارو او ښونيزو مرکزونو کې په کار وګمارلې شوې، د ښځو د ظرفیت لوړولو لپاره مختلفې پروژې منظورې شوې او ټولو افغانانو ته د یو نوي ژوند زیری ورکړل شو.

خو په دغې موده کې طالبانو د یوې ترهګرې ډلې په څېر په پټه خپل فعالیتونه ترسره کول او  ځانمرګي بریدونه، بمې چاودنې او دې ته ورته کړنې به یې کولې او د هغو مسوولیت به یې پر غاړه اخیست.

له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې (۲۰کاله) د خلکو ژوند په نسبي ډول ښه و، د کار او سوداګرۍ زمینې ورته برابرې وې او ښځې تر ډیره له خپلو حقونو برخمنې وې. د ښځو لپاره ځانګړو ادارو لکه د ښځو چارو وزارت او تر دغه چتر لاندې په ولایتونو کې د ښځو چارو ریاستونو فعالیت کاوه، د دې تر څنګ د بشرې حقونو خپلواک کمیسیون د خلکو د حقونو په تیره بیا د ښځو د حقونو لپاره ځانګړې پاملرنه کوله. د جندر(د جنسیتي توپیر په پام کې نیول) ریاستونو په ټولو اداراتو کې فعالیت کاوه او د ښځو ونډې ته ځانګړې پاملرنه کیده؛ هغوی د هیواد د رهبرۍ په کچه او تصمیم نیونو کې ښکیلې وې او د خپلو خلکو او سیمې استازولي یې کوله.

خو دې هرڅه ته یو ناڅاپه د پای ټکی کیښودل شو او دغه ۲۰ کلنه مبارزه په یوه ورځ په اوبو لاهو شوه ، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵مې نیټې د افغانستان جمهوري حکومت سقوط وکړ او یو ځل بیا طالب (ترهګره ډله) پر هیواد حاکمه شوه.

د مخکیني جمهوري حکومت د چارو ادارې مخکینۍ کارکونکې امنه سادات (مستعار نوم) د تېر حکومت د سقوط  کیسه داسې کوي: « د شنبې ورځ وه کله چې سهار دفتر ته د معمولو ورځو په څېر راغلم د دفتر فضا بدله ښکاریده د ارګ په انګړ کې هر ځای دوه دوه کسان ولاړ وو، او د هر چا له خولې مې اوریده چې ارګ نیول کیږي او د ولسمشر برخلیک به کټ مټ د ډاکټر نجیب الله په څېر کیږي، د دفتر ټول همکاران مو ډیر خواشیني او په وېره کې ول، په ګروپونو کې پیغام وشو چې ولسمشر به تر څو شیبو وروسته د ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خبرې وکړي، له غرمې وروسته کله چې ولسمشر اشرف غنې له ټلویزیون خبرې کولې، هغه په خپلو خبرو کې ټولو ته ډاډ ورکړ چې زه استعفا نه ورکوم او تر اخري سلګۍ به جنګیږم، د دې خبرو په اوریدو د همکارانو په رنګ کې یو څه وینه پیدا شوه او ټول بیرته هیله مند شول. که څه هم  په دې خبرو ټولو څه نا څه ډاډ ترلاسه کړ خو بیا هم  د ولسمشرۍ ماڼې ټولو ښځینه کارکونکو ته خبر ورکړل شو، چې د احتیاط لپاره سر له سبا دفتر ته مه راځئ او خپل کمپیوترونه او مهم توکي ټول تسلیم کړئ دا وخت مونږ ټولو ښځینه وو ته د هېواد سقوط او له کاره د خدای پامانۍ شېبه وه او سبا سهار ۱۱ بجې کابل سقوط شو دغه توره ورځ به کله هم هېره نه کړم»

خلکو له طالبانو څخه دومره بدې خاطرې لرلې چې ان نه یې غوښتل یوه ورځ د دوی تر رژیم لاندې تېره کړي او د هېواد پریښودلو ته اړ شول او د کډوالۍ لاره یې غوره کړه، د اګست پر ۱۶ خلکو د حامد کرزي په نړۍوال هوايي ډګر ګڼه ګوڼه جوړه کړه او له هېواده د وتلو په لټه کې وو، ان تر دې چې ځوانانو د الوتکو په وزرونو پورې ځانونه نښلولي وو چې د الوتکو له پرواز سره په ځمکه را وغورځیدل او مړه شول.

د طالبانو له بیا وکمنیدو وروسته د ټولنې تر هرې برخې ښځې ډېرې زیانمې شوې او د رهبرانو د بې غوریو تاوان یې پرې کړ. د اګست له ۱۵مې وروسته یو ځل بیا د افغان ښځو لپاره تیارې ورځې پیل شوې.

په درېیو کلونو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې تر ۵۰ ډېر د ممنوعیت فرمانونه صادر شول؛ په لومړني فرمان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولکي پورته د ښونځیو دروازې تر امر ثاني پورې وتړل شوې، هغه ثاني امر چې تر دریو کلونو لا نه دی صادر شوی، ښځې یو ځل بیا په کور کېنول شوې او له یو محدودې طبقې پرته چې د هغوی کار ته جدي اړتیا محسوسیده لکه ډاکترانې، ښوونکې او د یو شمېر وزارتونو ځینې کارکونکې، نورې ټولې لوستې او د لوړو زده‌کړو خاوندانې پر کور کېنول شوې. یادې شوې کارکونکې هم په لوړو بستونو کې د کار کولو اجازه نه لري.

طالبانو د خپلو بندیزونو په فرمانونو کې پر ښځو د زده‌کړو او کار، د خبریالانو په غږ او انځور، په تفریخي پارکونو کې د ښځو په تک راتګ، سینګارتونونه او د ښځینه حمامونه، سپورت، موټر چلول، سفرونو ته او همدا رنګ نارینه ډاکټر ته بې له محرمه تګ او په لسګونو نور ضروري فعالیتونو کې بندیزونه ولګول.

په دې وروستیو کې د طالبانو د ریس الوزرا په نوي فرمان کې د ټولو ښځینه کارکونګو میاشتنی معاش ۵۰۰۰ افغانۍ وټاکل شو چې په دومره کمو پیسو د یوې پنځه کسیزې کورنۍ د ۱۰ ورځو لګښتونه هم نه پوره کیږي.

افغانو مېرمنو له دومره بندیزونو سره سره بیا هم خپله مبارزه روانه ساتلې او په ځلونو یې خپل غږ پورته کړی؛ د طالبانو له شکنجو او بندخونو نه دي وېریدلې او د خپل حق غوښتنې غږ ېې تر نړۍ رسولی دی، خو دا چې دغه خوارۍ او مبارزې به څه وخت رنګ راوړي ټول ورته په بې صبرۍ په تمه دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

کله چې «بدني سزاګانې» پر عادي چارې بدلېږي
راپورونه

د جمهوریت د سقوط درې کلن کېدل؛ کورنیو او بهرنیو سیاستوالو د طالبانو پر قومي تعصب نیوکې وکړې

۳۰ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724145456]
د بشري حقونو څار بنسټ: طالبانو افغانستان د نړۍ په تر ټولو بد هېواد بدل کړی دی
راپورونه

د جمهوریت پرځېدو درېیمې کلیزې ته غبرګونونه؛ طالبان خلک په سیستماتیک ډول شکنجه کوي

۲۷ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723917020]
سقوط یوه پیښه نه وه، یو بهیر و
ځانګړي

سقوط یوه پیښه نه وه، یو بهیر و

۲۷ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723881170]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کاپیسا کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.