د جمهوریت پرځېدو درېیمې کلیزې او د طالبانو بیاواکمنېدو په مناسبت، په افغانستان کې ښځې او نجونې له روان وضعیته اندېښنه ښيي او طالبان له بشري حقونو په پراخې سرغړونې تورنوي. په کور دننه او بهر ځينو ښځو او نجونو اعتراضي غونډې وکړې او د طالبانو رژیم د ړنګېدو او په افغانستان کې یې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه. هغوی له نړیوالې ټولنې او بنسټونو غوښتنه کړې چې طالبان نړیوالو محکمو ته راوکاږي او له دې ډلې دې مالي ملاتړ نه کوي. ورته مهال، د امریکا استازو جرګې د بهرنۍ کمېټې رییس ویلي چې طالبان خلک په تاوتریخجنې، سمبال شوې او ناانساني ډول شکنجه کوي. نوموړي ټينګار کړی چې افغانان د «طالب ترهګر» رژیم تر واکمنۍ لاندې کړېږي. دغه راز، د جرمني بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې د «طالبانو ناانساني رژیم» افغانستان د ښځو لپاره په یوه زندان بدل کړی دی. اخوا، ټایم مجلې ویلي چې طالب مشران دې د ښځو له حقونو د سرغړونې لامله په نړیوالو محکمو کې محاکمه شي.
د ښځو او نجونو غبرګون
اعتراضي خوځښتونو او په کور دننه او بهر ډېرو نجونو او ښځو اعتراضونه وکړل او غوښتنه یې وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پلی شوی جنسیتي اپارتاید دې په رسمیت وپېژندل شي.
دغو ښځو بېلابېلې اعلامیې او ویډیوګانې خپرې کړې او ویلې یې دي چې طالبان «د معاصر افغانستان له ټولنې، عیني واقعیتونو او ولسي مدني غوښتنو سره هېڅ ډول تړاو نه لري» او له دې ډلې سره هر ډول تعامل په افغانستان کې د «اورپکې» ډلې د واکمنۍ دوام دی.
نجونو او ښځو په کور دننه او بهر په مخ پټو ځایونو کې او دغه راز، له هېواده بهر ځینو هېوادوالو اعتراضي غونډې وکړې او پر طالبانو یې تور ولګاوه چې د خپلو مخالفانو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې دوه ګونی چلن کوي. هغوی ادعا کړې چې طالبان جنګي او بشریت ضد جنایت کړی او نړۍ دې مالي ملاتړ ورسره پرې کړي او دغه راز، د طالبانو پر رژيم دې کلک بندیزونه ولګوي؛ څو په خبره یې، په هېواد کې یې واکمني دوام ونه کړي.
د ښځو حقونو فعالې پروانې ابراهیمخېل نجرابي ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د جمهوریت پرځېدو درېیمې کلیزې په مناسبت په غبرګون کې وویل: «د اګست ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ ده، هغه نېټه چې افغانان اورپکې ډلې ته وسپارل شول او دې ډلې پر ښځو جنسیتي اپارتاید تحمیل کړ. دمګړۍ څه باندې ۱۶ میلیونه ښځې له تاوتریخوالي او په سمبال شوې بڼې له ټولنې څنډې ته کړای شوې دي.»
د طالبانو ضد سیاسي خوځښتونو غبرګون
د صلاحالدین رباني په مشری اسلامي جمعیت ګوند په یوې ویناپاڼه کې لیکلي: «په تېرو درېیو کالو کې افغانانو سختې ورځې تېرې کړې دي؛ خو د طالبانو غاصبانه واکمنۍ ته یې د ډېرې کمې مشروعیت پېژندنې لاره چاره برابره نه کړه.»
د افغانستان ملي مقاومت په نوم جبهې واک ته د طالبانو بیارسېدو درېیمې کلیزې په مناسبت ویلي چې په هېواد کې د دې ډلې شتون د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لپاره یو ګواښ دی. نوموړې ټلوالې په یو خپاره کړي بیان کې ویلي چې طالبان پر بشریت ضد جنایت او د بنسټپالنې په ودې تورن دي. د نوموړې ټلوالې په خبره، طالبانو د تکفیري دیني مدرسو په جوړولو او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ځای پر ځای کولو، د هېواد اړیکې له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره له ګواښ سره مخ کړې دي.
د نوموړې ټلوالې په بیان کې راغلي: «په هېواد کې پر واک د طالبانو منګول لګول د دې لامل شول چې په کور دننه او بهر د طالبانو پر وړاندې بېلابېل نظامي، سیاسي، مدني او فعالو ښځو خوځښتونه رامنځته شي او د دغې ستمګرې ډلې پر وړاندې مبارزه وکړي.»
د افغانستان ازادۍ په نوم ټلوالې بیا ویلي چې د طالبانو له منګولو د خلاصولو یوازینې لار د دغې ډلې پر وړاندې هر اړخیزه مبارزه ده. نوموړې ټلوالې زیاته کړې چې «د طالبانو ضد ځواکونو او خوځښتونو د انسجام او یووالي» وخت رارسېدلی دی.
د یادې جبهې په بیان کې راغلي: «په رڼا ورځ د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر په نوم د طالبانو مسلح محتسبان د ښځو او افغانانو عزت او عفت تر پښو لاندې کوي او سپکاوی ورته کوي.»
د افغانستان اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې که طالبان د افغانانو غوښتنو ته پام ونه کړي په خبره یې، له دې ډلې سره جګړه د «مخنیوي» وړ نه ده.
د رحمتالله نبیل په مشرۍ د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند ویلي چې که طالبان ملي او نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېنږدي په خبره یې، د دغې ډلې پر وړاندې ملي قیام یو اړین ګام دی. د نوموړي ګوند په وینا، طالبان «استخباراتي ډله» ده او د ځينو «مغرضو هېوادونو او ترهګرو سازمانونو» په نیابت د افغانانو پر برخلیک واکمن دي او د اسلامي شریعت په نوم یې پر خلکو زرګونه جنایتونه تحمیل کړې دي.
دغه راز، «د افغانستان اسلامي جمهوریت د دیپلوماتانو انجمن» ویلي چې پر افغانستان د طالبانو د نامشروع واکمنۍ دوام د سیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. نوموړي انجمن زیاته کړې چې طالبانو د افغانانو لپاره یوه تاریخي کړکېچ رامنځته کړی او د ښځو پر وړاندې یې کلک محدودیتونه وضع کړې دي.
د نوموړي انجمن په بیان کې راغلي: «په هېواد کې د قانون واکمني نه شته. د طالبانو زندانونه د مخکېنیو امنیتي ځواکونو، د بشري حقونو مدافعینو او له مبارزو افغان ښځو ډک دي او د مشروع حاکمیت نشتوالي لامله، هېواد د اورپکو ډلو لپاره پر خوندي ځای بدل شوی دی.»
نړیوال غبرګونونه
د امریکا استازو جرګې د بهرنې کمېټې رییس مایکل مککال پنجشنبه د زمري پر ۲۵مه پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو درېیم کال په مناسبت ویلي چې افغانان د «طالبانو ترهګرې ډلې رژیم» تر واکمنۍ لاندې کړېږي. د نوموړي په خبره، د «امریکا خپلسري وتل» د دې لامل شول چې په وینا یې، طالبان زړور شي او هغوی ته یې اجازه ورکړې چې افغانستان د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل کړي. هغه زیاته کړې چې د بایډن اداره په «خپلسر» پرته له دې چې ډاډه شي طالبان به د دوحې تړون شرایط پرځای کړي، له افغانستانه ووتله. مککال ویلي چې افغانستان لاهم د ترهګرو ډلو امن ځای دی او د القاعده شبکې مشر سیف العدل له خپلو جنګیالیو غوښتي چې د روزنې لپاره افغانستان ته لاړ شي. د نوموړي په ټکو، طالبانو خپلو «ملګرو ترهګرو ډلو» ته له پناه ورکولو سربېره، له داعش خراسان ډلې سره په مبارزې کې هم پاتې راغلې دي. هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په اړه د استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې د امریکا وړتیا کمه شوې ده.
مککال زیاته کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې یو شرط «د ښځو له حقونو ملاتړ» دی. نوموړي ویلي چې طالبانو له بشري حقونو پراخه سرغړونه کړې او خلک په تاوتریخجن، سمبال شوې او ناانساني توګه نیسي، شکنجه او بدني سزا ورکوي او په وینا یې، په ناقانونه وژنو هم تورن شوې دي. د هغه په ټکو، طالبانو د پراخو محدودیتونو په لګولو سره ښځې له ټولنې څنډې ته کړې دي.
د جرمني بهرنیو چارو وزیرې انالینا بائربوک ویلي چې طالبانو په تېرو درېیو کالو کې د ښه او ازاد ژوند لپاره د میلیونونو افغانو نجونو او ښځو هیلې له خاورو سره خاروې کړې دي. بائربوک پنجشنبه د زمري پر ۲۵مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې هېواد یې د نجونو او ښځو او د ټولو هغو خلکو ترڅنګ ولاړ دی چې په خبره یې، په افغانستان کې د طالبانو له خوا ګواښل کېږي. نوموړې زیاته کړې: «د اړتیا پر مهال به موږ له تاسو سره د بېړنیو مرستو له لارې ملاتړ او په افغانستان کې به د بشري حقونو خوندیتوب ته کار وکړو.» د هغې په وینا، تر څو چې طالبان نړیوالې ژمنې پرځای نه کړي په خبره یې، نړیوالې ټولنې ته یې ورتګ ناشونی دی.
ورته مهال، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي، د نړیوالې پراختیا وزیر احمد حسین او د دغه هېواد د مهاجرت وزیر مارک میلر په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ له پیل راهیسې ښځې او نجونې په خپلو کورونو کې بندیوانې دي. هغوی زیاته کړې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی. دغو کاناډايي چارواکي زياته کړه چې په افغانستان کې د تېرو دوو لسيزو (ډيموکراسۍ، بشري حقونو او پوهنې) لاسته راوړنې له لاسه وتلې دي. دوی همدا راز ټینګار کړی چې «افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي ځالې بدل شوی او دا کار د افغانستان، سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت لپاره ناوړه پایلې لري.»
د پرانېستې ټولنې د بنسټ مشر بنيف نوروجي هم په ټايم مجله کې ليکلي چې وخت یې دی چې د طالبانو مشران د جرمونو نړيوالې محکمې ته د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په تور راوکاږل شي. نوموړي ویلي چې دا اقدام به پر طالبانو فشار راوړي چې په وینا یې، بشري حقونو ته درناوی وکړي.
نوروجي په خپله مقاله کې چې پنجشنبه د زمري پر ۲۵مه خپره شوې، په افغانستان کې یې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه څېړلې دي. نوموړي په دې مقاله کې لیکلي: «طالبانو سره دې حساب کتاب وشي. دا ډله له نړیوالو جنايي قوانینو څخه د ځينو جدي سرغړونو مسووله ده. هماغسې چې د جرمونو نړیوالې محکمې د پوتین او د روسیې د پنځو حکومتي او پوځي چارواکو د نیولو امر صادر کړی، له طالب مشرانو سره هم همداسې کولای شي.»
دا غبرګونونه داسې مهال راغلي چې طالبان د زمري ۲۴مه د «فتحې ورځ» بولي او دا ورځ یې د بګرام په هوايي اډه کې له امریکا څخه د پاتې وسلو په پرېډ ونمانځله او له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د تعامل لار ورسره ونیسي؛ خو د طالبانو سیاسي مخالفانو بیا د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴مه د افغانستان د تاریخ «توره» ورځ بللې او د طالبانو رژیم د ړنګېدو غوښتنه یې کړې ده.
طالبان داسې مهال د فتحې او بریا خبرې کوي چې فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د افغانستان شاوخوا یو په درېیمه برخه وګړو خواړه «چای او ډوډۍ» ده. ملګرو ملتونو او نړیوال بانک هم په راروانو کلونو کې د افغانستان اقتصادي رکود خبرداري ورکړې دي.





