• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د جمهوریت د سقوط درې کلن کېدل؛ کورنیو او بهرنیو سیاستوالو د طالبانو پر قومي تعصب نیوکې وکړې

۸صبح، کابل ۸صبح، کابل
۳۰ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724145456]
Ali Khara/REUTERS

Ali Khara/REUTERS

د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت پېژندل شویو کورنیو او بهرنیو سیاسي څېرو د طالبانو د قومي تعصب پر دوام نیوکې کړې دي. دوی له طالبانو غوښتي چې د قوم او توکم تر نوم لاندې د افغانانو ځپل او ربړول پای ته ورسوي. دغو سیاستوالو همداراز خبرداری ورکړی چې که طالبان د هېواد دننه قومونو پر وړاندې له تبعیضي چلنده لاس وانخلي، افغانستان به د ناامنۍ خواته لاړ او په دغه هېواد کې به د وسله‌والو نښتو د پېښېدو لامل شي.

د افغانستان خلکو د اسلامي یووالي ګوند مشر، محمد محقق چهارشنبه د زمري پر ۲۴مه، د طالبانو رژیم د درېیمې کلیزې په مناسبت د طالبانو له خوا د قومونو او مذهبونو د حقونو په رعایت کولو ټینګار کړی دی. د دغه سیاسي ګوند مشر په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د هغو وګړو پر وړاندې چې د دغې ډلې قوم او باور پورې اړوند نه دي، ځپل او ربړول پای ته ورسوي او له مخالفو سیاستوالو سره د سولې خبرې پیل کړي. نوموړي همداراز له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ستونزو اصلي اړخ دې د طالبانو پر ضد روان کړکېچونه په پام کې ونيسي او پر دغې ډلې دې فشار راوړي څو د سولې خبرو ته حاضر شي.

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر او د هېواد د پخواني ولسمشر مرستیال محمدکریم خلیلي هم د هېواد پر روان وضعیت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د اوسني وضعیت دوام د افغانستان د خلکو لپاره د زغم وړ نه دی. نوموړي سه‌شنبه د زمري پر ۲۳مه په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې طالبان باید د ټولو خواوو په ګډون یو منتخب، غیرمتمرکز حکومت ته حاضر شي. په دې ویناپاڼه کې د محمدکریم خلیلي له قوله ویل شوي: « د خلکو پر وړاندې د ظلم او له بشري حقونو د سرغړونې په صورت کې به افغانستان د یوې پټې ناامنۍ او ناوړه وضعیت پر لور لاړ شي.»

همداراز د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا چهارشنبه د زمري پر ۲۴مه په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې طالبان په لومړي دورې کې (د ۱۳۷۸ هجري شمسې کال) د هېواد شمالي ولایتونو ته د ننوتلو پرمهال د بشري حقوقو جدي سرغړونې کړي او باید سزا ورکړل شي. د دې شورا غړو په باور د طالبانو چلند، فعالیتونه، او د فکر طرز په تېرو ۲۵ کلونو کې هېڅ بدلون نه دی کړی. په دې ویناپاڼه کې راغلي: «قتل عام، بندیانول، د ښځو نیول، د باغونو سوځول، د ونو پرې کول او د تاسیساتو تخریب د دغې ډلې له جنایتونو څخه دي چې تاریخ به یې هېره نه کړي.» ویناپاڼه زیاتوي چې طالبان پر افغانستان له بیا واک ته رسېدو وروسته د نویو لارو په کارونې سره د افغانانو ځپل، وژل، مجازات او بندي کول پیل کړي دي. د افغانستان د ژغورنې ملي شورا د طالبانو د واک ته له رسېدو وروسته تاسیس شوې او مارشال عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور، محمد محقق، عبد‌الرب رسول سیاف، او سرور دانش د دغه سیاسي جریان لوړپوړي غړي ګڼل کېږي.

د افغانستان د سیاسي څېرو ترڅنګ، څو بهرنيو سیاستوالو هم د قومونو په ځانکړې توګه د هزارهګانو پر وړاندې د طالبانو پر تبعیضي چلند نیوکه کړې ده. د بریتانیا د پارلمان غړی، ډیویډ التون د طالبانو کړنې، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د دې ډلې اقدامات، غندلي او له نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې چې د دغې ډلې د قومي تعصب پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي. نوموړي بریتانوي سناتور پنج‌شنبه،  د زمري پر ۲۵مه، په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو سره پر بشري حقوقو، په ځانګړې توګه د ښځو او قومي او مذهبي اقلیتونو پر حقونو، د نړیوالې ټولنې د ۲۰ کلنې پرمختګ د پرځېدو لامل شو. ډیویډ التون زیاته کړې: «موږ باید د افغانانو د رنځ سره یوځای شو او د دې اجازه ورنه کړو چې طالبان د بشري حقوقو د پراخو سرغړونو سره له مجازاتو خوندي پاتې شي.»

دا غبرګونونه په داسې حال کې دي چې طالبان په تېرو درېيو کلونو کې په ‏پرلپسې توګه د هېوادوالو او بېلابېلو قومونو د استازو له خوا په قومي تعصب ‏تورن شوي دي.‏ د هېوادوالو په باور، د دغې ډلې له نظامي لیکو څخه د نورو قومونو قوماندانانو ‏لرې کول، په رهبرۍ او لوړو دولتي څوکیو کې د تاجکو، هزاره‌ګانو، ازبکو او ‏نورو قومونو لږه ونډه، د طالبانو د قومي تعصب ښکاره بېلګې دي.‏ په تیرو درېیو کلونو کې څو ځله د نورو قومونو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه ‏چلند په اړه راپورونه ورکړل شوي دي. ‎

په ظاهره د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده هم د دې ډلې د خلکو او چارواکو د ‏توکمیز تبعیضي چلند په اړه خبر دی.‏ نوموړي په دې وروستیو کې له طالب چارواکو او کسانو غوښتي چې په ‏افغانستان کې د مېشتو نورو قومونو حقونو او کرامت ته درناوی وکړي.‏ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د زمري پر ۲۴مه په خپلو ‏مجازي پاڼو کې ملاهبت‌الله ته منسوب یو غږیز ټیپ خپور کړی او ویلي یې دي ‏چې اخندزاده دا څرګندونې د «کندهار په هوايي ډګر کې پر افغانستان د طالبانو د ‏بریا دریمې کلیزې په مناسبت کړې دي.»‏ اخندزاده په دې وينا کې د دغې ډلې له مسؤلينو او کسانو غوښتي چې قومي ‏مسايل دې يوې خواته کړي او له بې‌اتفاقۍ جوړلو دې لاس واخلي:«خپل زړونه ‏په مقام پورې مه تړئ، يوازې د خداى د رضا لپاره په خپلو کې دوستي او ‏دښمني وکړئ، د خپلوۍ له مخې دوستي مه کوئ. له واک او قومیت سره شوق ‏‏(مینه) مه کوئ.»‏ د طالبانو مشر په غیر مستقیم ډول بې‌اتفاقي جوړول او قومي تعصبونه ظلم بللی ‏او خپلو کسانو ته یې خبرداری ورکړی، چې پر خلکو ظلم کول به د دې ډلې ‏نظام نسکور کړي.‏

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي
خبرونه

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي

۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1738042522]
اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي
خبرونه

اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي

۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737524808]
لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي
خبرونه

لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي

۲۸ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737135185]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کاپیسا کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.