• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د اګست پنځلسمه؛ هغه ورځ چې هر څه بدل شول

محمدعیسا بیان محمدعیسا بیان
۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788269903]
Pexels

Pexels

د اګست پنځلسمه، هغه ورځ وه چې افغانستان نوی رنګ خپل کړ؛ زما او ګڼو خبریالانو او رسنیو د فعالانو په ژوند کې یې بدلون راوست. هغه ورځ ډېرو هیلو خپل بار وتاړه او ناهیلي واکمنه شوه. هغه د مینې او هیلې لمبې چې په زړه کې مې بلې وې، مړې شوې او هغه راتلونکې چې پلانونه مې ورته لرل، له ابهام سره مخ شوه.

د کابل سقوط یوازې سیاسي بدلون نه و؛ موږ ډېرو ته د داسې یو پړاو پیل و چې پکې ګڼې هیلې، شخصي او مسلکي پلانونه او ارمانونه له جدي ننګونو سره مخ شول. زه هم د ډېرو نورو په څېر، څو میاشتې له رسنیو لرې پاتې شوم. خو دغه واټن ډېر دوام ونه کړ.

د کابل له سقوط او څو میاشتو له تېرېدو وروسته مې یو ځل بیا له ځان سره فکر وکړ. له ځان سره مې وویل: ما په دې لار کې ژمنه کړې چې د خلکو غږ به اوسم؛ څنګه کولی شم په داسې شرایطو کې ارام پاتې شم؟

همدا پوښتنه وه چې یو ځل بیا د رسنیو نړۍ ته وګرځم. خو دا وار مې لار بدله وه. نه ټلویزیون و او نه راډیو. فعالیت مې په یوه خبري اژانس کې پیل کړ چې یوازې انلاین فعالیت یې درلود او خپل مطالب یې د وېبپاڼې او ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک، یوټیوب او انیسټاګرام له لارې خپرول.

هره ورځ به مې د سهار له ۸ بجو پیل کاوه او هڅه مې کوله چې بېلابېلې دندې پر مخ یوسم. له راپور جوړولو او په کنفرانسونو کې له ویډیو اخیستلو نیولې، تر ویاندویۍ او اېډېټ پورې، نږدې ټول کارونه مې کول. بېلابېل رسنیز مسوولیتونه به مې په یو وخت کې پر مخ وړل او سره له دې چې معاش مې کم و، بیا مې هم خپل کار ته دوام ورکاوه.

ماته د دې کار ارزښت یوازې له معاش سره تړلی نه و. لا هم باوري وم چې په رسنیو کې کولی شم یو څه وکړم او هغې رسنیزې دندې او موخې ته ژمن پاتې شم چې د ځان لپاره مې ټاکلې وې.

له څه مودې وروسته مې له یوه بل خبري اژانس سره همکاري پیل کړه. ګومان مې کاوه چې ښايي په دغه چاپېریال کې غوره کاري شرایط ولرم؛ خو ستونزو لا هم دوام وکړ.

د رسنۍ مسوولانو د طالبانو له رژیم سره د اړیکو له امله، له هغه معاشه چې د استخدام پر مهال مو پرې هوکړه کړې وه، ډډه وکړه. دا یوازې د معاش تر نه ورکولو پورې محدود نه و؛ ان هغه پیسې یې هم له راڅخه واخیستې چې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ملاتړ لپاره مرسته کړې وې.

ماته دا ډېره ترخه تجربه وه؛ ځکه په داسې شرایطو کې چې خبریالانو په ډېرو ستونزو کار ته دوام ورکاوه او له بېلابېلو ګواښونو او فشارونو سره مخ و، تمه کېده چې لږ تر لږه یې بنسټیزو حقونو ته درناوی وشي.

د خلکو له حقونو څخه له دفاع څخه د خپلو حقونو په دفاع کې له پاتې راتللو پورې

کله چې پوهنتون ته بریالی شوم، له ځان سره مې ژمنه وکړه چې د بې‌عدالتۍ پر وړاندې به درېږم او د مظلومانو له حقونو به دفاع کوم. باوري وم چې خبریال باید د هغو کسانو غږ وي چې غږ یې نه اورېدل کېږي او وکړای شي د ټولنې واقعیتونو ته رښتینی انعکاس ورکړي.

خو هغه ژمنه چې له ځان سره مې کړې وه، نه یوازې ونه توانېدم هغسې مې چې غوښتل د خلکو له حقونو دفاع وکړم، بلکې د کابل له سقوط وروسته یې داسې بڼه غوره کړه چې ان ونه توانېدم له خپلو مادي او معنوي حقونو دفاع وکړم.

له کاره بهر سپکاوی، په کاري چاپېریال کې د معاش نه ورکول او د هغو پیسو بېرته اخیستل چې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې وې، هغه تجربې وې چې د وخت په تېرېدو یې زما پر انګېزې او هیلې اغېز وکړ.

دغه وضعیت راته یو تریخ تناقض رامنځته کړی و: دغه مسلک ته مې ځکه مخه کړې وه چې د خلکو له حقونو دفاع وکړم، خو په داسې شرایطو کې راګیر وم چې ان د خپلو حقونو د دفاع وس مې هم نه درلود.

دغو تجربو او شرایطو ټولګه هغه پایله وه چې د ۲۰۲۵ کال په پیل کې مې پرېکړه وکړه خپلې هیلې په زړه کې خښې کړم او د رسنیو له نړۍ سره مخه ښه وکړم.

دا پرېکړه راته اسانه نه وه. ما رسنۍ یوازې د یوه مسلک په توګه نه وې غوره کړې. خبریالي راته د مینې، باور او هویت یوه برخه وه. لا مې هم هغه ورځې په یاد دي چې د یوه محصل په توګه به مې هره ورځ له پروانه تر کابل پورې د کار زده‌کړو لپاره اوږد مزل کاوه. د لارې ستړیا راته ارزښت نه درلود؛ په دې لار کې مې ډېرې ستونزې وزغملې، خو تل مې هڅه کړې چې خپل باور ته ژمن پاتې شم.

خو شرایط داسې پر مخ لاړل چې د دې لارې دوام راته ورځ تر بلې ستونزمن شو. د ۲۰۲۵ کال په پیل کې مې هغه ارمان چې کلونه مې ورته هڅې کړې وې، په زړه کې خښ کړ او له رسنیو سره مې مخه ښه وکړه.

هغه هیله چې لا مې هم یوه برخه ده

ښايي نن د خبریالۍ ارمان راته نور د پخوا په څېر ژوندی نه وي، خو نه شم کولی د هغو ورځو خاطرې له ژونده بېلې کړم. لا هم له پروانه تر کابل پورې لار، د کار زده‌کړو ورځې، په رسنیو کې لومړنۍ تجربې او هغه شوق رایاد دی چې له خبریالۍ سره مې لاره.

هغه ارمان راته یوازې یو مسلک نه و؛ بلکې د ځوانۍ، هڅو او باور یوه برخه وه. ښايي نن مې هغه ارمان خښ کړی وي، خو دا نه شم ردولی چې یو وخت مې یې د ژوندي ساتلو لپاره هڅې کولې.

غوښتل مې د خلکو غږ واوسم، د بې‌عدالتۍ پر وړاندې ودرېږم او د هغو کسانو له حقونو دفاع وکړم چې غږ یې نه اورېدل کېده. خو برخلیک داسې شو چې زه خپله هم ونه توانېدم له خپلو مادي او معنوي حقونو دفاع وکړم.

او ښايي دا مې د کیسې تر ټولو ترخه برخه وي: ما یوازې یو دنده له لاسه ورنه کړه؛ خپل ارمانونه مې له لاسه ورکړل؛ هغه ارمانونه چې یو وخت به مې یې د ترلاسه کولو لپاره له ټولو ستونزو او ننګونو سره مبارزه کوله. اوس مې هغه ارمان په زړه کې خښ دی؛ هغه ارمان چې یو ورځ له هیلې سره پیل شو، په مینه یې وده وکړه او په پای کې د ستونزو او ناهیلۍ په منځ کې خاموش شو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د خیبر پښتونخوا والي: تحریک انصاف له کابله امر اخیست
خبرونه

د خیبر پښتونخوا والي: تحریک انصاف له کابله امر اخیست

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791881780]
لوړې بیې او ټیټ کیفیت؛ د پستي خدمتونو په اړه د خلکو شکایتونه
راپورونه

لوړې بیې او ټیټ کیفیت؛ د پستي خدمتونو په اړه د خلکو شکایتونه

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791876577]
طالبان: د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي دي
خبرونه

طالبان: د طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي دي

۲۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791875838]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.