استراليا وايي طالبان بايد اوربند ومني، چې د افغانانو غوښتنه ده

راپور: محمد عزيز پردېس

د استراليا لومړي وزير سکاټ موريس له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د روان کال د مرغومې په ۲۹مه نېټه په ټليفوني خبرو کې په افغانستان کې پر اوربند ټينګار وکړ او دغه راز یې روانې هدفي وژنې په کلکه وغندلې.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو ټلیفوني خبرو کې، د افغانستان او استرالیا ترمنځ د دوه اړخیزه او دوامداره اړیکو او د سولې د روان بهیر په اړه بحث وشو او دواړو لوریو په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی په کلکه وغانده.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو ټليفوني خبرو کې د اسټرالیا لومړي وزیر وویل: طالبان باید اوربند چې د افغانستان د خلکو حقه غوښتنه ده ومني او دغه راز یې روانې هدفي وژنې په کلکه وغندلې. هغه زیاته کړه، هېواد یې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې روان بهیر چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې او ارزښتونه پکې نه یوازې وساتل شي، بلکې د پیاوړتیا ترڅنګ ورته دوام هم ورکړل شي، ملاتړ کوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشرغني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استرالیا د سخاوتمندانه مرستو او د سولې له بهیره د دغه هېواد د ملاتړ مننه وکړه او استرالیا یې د افغانستان ښه دوست او مهم نړیوال متحد وباله.

ورته لیکنې

Back to top button