پکتیکا ولایت چې د افغانستان په سوېل ختیځ کې پروت دی او له شاوخوا ولایتونو څخه یې مساحت هم نسبت پراخ دی. دا لوی ولایت دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې او درې مرکزي روغتونونو لري. د یاد ولایت ولسونه د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي او په وینا یې، ناروغان یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي.
د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وایي چې د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی یې ژوند د مرګ له خطر سره مخ کړی او ډېرب وخت یې ښځې د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي څخه نارینه ډاکټرانو ته نه ځي چې ان د مرګ لامل یې هم کېږي.
د دغه ولایت یو اوسېدونکی، ۴۰ کلن ګلولي شاه د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی یو له ستره ستونزه بولي او وایي چې د نجونو د ښوونځیو تړل دغه ولایت ته یو بل لوی خطر دی چې د ګوتو په شمار څو روغتیاپالانې او ډاکټرانې به هم ترې واخلي او دغه ولایت به له روغیتاپالانو په مرګونو ګړنګونو ودروي.
هغه په همدې تړاو له صبح ورځپانې سره په خبرو کې وویل: «زموږ زیات ناروغان له دې کبله خپل ژوند بایلي چې ښځینه ډاکټرانې نه لرو، که شته هم البته هغه هم د ګوتو په شمار دوه دانې دي چې مرکزي روغتونونو کې فعالیت لري او ولسوالیو کې خو بېخي نشته او یوازې نارینه ډاکټران ښځینه ناروغې تداوي کوي.»
هغه همداراز زیاتوي: «موږ حاضر ته نه یوو خپه چې ښځینه ډاکټرانې نه لرو؛ بلکې خپه دې ته یوو چې راتلونکي ته یې هم کومه داسې هیله نه لرو چې یاده ستونزه دې حل شي، ځکه طالبانو د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه هم تړلي چې دا زموږ لپاره بله له خطر ډکه ستونزه ده چې راتلونکي ته هېڅ خوشبیني نه لرو.»
د دغه ولایت د مرکزي روغتون یو شمېر ښځینه روغتیاپالانې وایي چې په دغه ولایت کې د روغتونونو کمښت او د متخصصه ښځینه ډاکترانو نشتوالی، دوی هم له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي دي.
د مرکزي روغتون یوه روغتیاپاله چې خپل مستعار نوم (سمینه) یادوي، وایي د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی، نه یوازې ناروغان، بلکې دلته شته ښځینه پرسونل یې هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
هغه وایي وړاندې وايي: «مرکزي روغتون ته زیات ناروغان راوړل کېږي او د ولسوالیو مراجعین زیات دي، خو د ښځینه ډاکټرانو د نشتوالي له کبله ټولو ناروغانو ته پر وخت راسېدګي نه شو کولای چې د ناروغان وارثین پر موږ سترګې راخړوي چې تاسې چټک کار نه کوئ. حال دا چې موږ له خپل رسمي ساعتونو او حجم څخه هم زیات کار کوو خو وخت نه وي. ناروغان زیات او ښځینه پرسونل کم.»
سمینه زیاتوي: «زموږ هیله دا ده چې طالبان ژر تر ژره ښوونځي خلاص کړي، نور دې ټولنه د تیارو پر لور نه راهي کوي او نه دې هم نور بې ځایه دلایل د نجونو د زده کړو د بندښت لپاره راوړي. دا ټولنه اړتیا لري چې خویندې یې هم تعلیم افته شي او نور د ناروغان وارثین پر موږ سترګې رابرګې نه کړي. حال دا چې خپله طالبانو له دې ستونزې سره مخ کړي دي او د دوی د لوڼو د فرض عین زده کړې یې پرې تړلي دي.»
د ۸صبح ورځپاڼې سیمهییز خبریال د پکتیکا له قومي مشرانو سره هم غږېدلی، دوی ورته ویلي چې د یادې ستونزې سره د ولسوالیو زیاد خلک مخ دي، ځکه د پکتیکا په ډېرو ولسوالیو کې ان ښځینه ډاکټره په هېڅ یو روغتون کې نشته او خلک یې نارینه ډاکټرانو ته له مجبوریت څخه ور وړي. قومي مشر عجب خان (مستعار نوم) چې ٧٢ کاله عمر لري، وايي چې یاده ستونزو د ولسوالیو خلکو ته په یو لوی سرخوږي تمامه شوې ده.
هغه وایي: «زموږ ولسوالۍ له مرکز څخه لسګونه کیلومتره لیرې پراته ده. دلته موږ یو روغتون د ولسوالۍ په سطحه لرو چې ښځینه ډاکټره پکې نشته او ټول نارینه دي. کله چې عاجل ښځینه ناروغ ولرو، نو د ولسوالۍ روغتون ته وړل کېږي او ځینې وخت د ولسوالۍ اوسېدونکي د ولسوالۍ په روغتون کې د ښځینه ډاکټرې په نشتوالي کې خپل ناروغان مرکزي روغتون ته د لېږد هڅه کوي چې زیات یې په لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
هغه همدا راز زیاتوي: «که طالبان په شریعت پوهېږي او ځانونه په واقعیت سره افغانان بولي، نو ورته تور سر به شوو او ورته وبه وایو د خدای روی ومنئ، نور زموږ د لوڼو پر مخ ښوونځي خلاص کړئ او نور مو مه بې عزته کوئ چې خپل ناروغان مو نارینه ته ور راون وي او یا په لار کې خپل ژوند بایلي. دا نن چې پکتیکا ښځینه ډاکټرانې نلري علت یې همدا دی چې طالبانو به په تېر کې د نجونو ښوونځي سوځولو او د هغوی کورنیو ته به یې ګواښونه کول، خو نن یې ښوونځي او پوهنتونونه هم پرې وتړل. موږ هم نه پوهېږو چې دوی کوم دین او شریعت رامخې ته کړی دی.»
موږ هڅه وکړه چې پکتیکا کې د طالب مسوولانو نظر هم ولرو، خو د ځینو ستونزو له کبله ونه توانېدو چې د دوی نظر واخلو.
په پکتیکا کې د ټولنیز فعالانو نظر هم واخیستو، دوی وایی، طالبانو د عصري زده کړو پر وړاندې بې پروا دي او ډېره توجو یې پر مدرسو او خپلو طالبانو ده، ځکه نن د پکتیکا غوندې یو پراخ ولایت دوه ډاکټرانې لري.
د دغه ولایت یو ٢٦ کلن اوسېدونکی او ټولنیز فعال چې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم له اخیستو څخه ډډه کوي، وايي طالبانو ته عصري زده کړې ارزښت نه لري او په وینا یې، که دوی عصري تعلیم ته ارزښت ورکولای، نن به پکتیکا کې ولس د ښځینه ډاکټرانو له دومره جدي ستونزې سره نه مخ کېدای.
هغه وایي: «طالبان په دې شرمېږي چې خویندې ډاکټرانې، انجینرانې او حقوق دانې شي خو په دې نه شرمېږي چې سبا یې خپله لور یو نارینه ډاکټر ته ور راون کړې وي او یا مرکزي روغتون ته پر لاره خپله ساه ورکوي.»
پر افغانستان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ورځ تر بلې د دغې ډلې له خوا پر ښځو بندیزونه لګول کېږي چې هېوادوال یې له سختو اندېښنو سره مخامخ کړي دي. یادې ډلې لومړی د ښځینهوو ښوونځي، ورپسې پوهنتونونه او بیا یې د هغوی پر عامه ژوند بندیزونه ولګول.





