• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

بدخشان؛ د روغتیایي مرکزونو کمښت د میندو او ماشومانو ژوند ګواښي

۸صبح، بدخشان ۸صبح، بدخشان
۴ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۶ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1787760105]
Wikipedia+ AI

Wikipedia+ AI

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دې ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو له نشتوالي او روغتیايي خدمتونو ته له محدود لاسرسي شکایت کوي. د دوی په وینا، د دغو ولسوالیو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، که څه هم په ځینو ولسوالیو کې د روغتیايي کلینیکونو ودانۍ شته، خو په دغو مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره درمل او اړین امکانات نشته. د دوی په خبره، په بدخشان کې امیندوارې مېرمنې او ماشومان د دغو ستونزو پر وړاندې له تر ټولو زیان‌منو ډلو دي. دوی زیاتوي چې په ډېرو مواردو کې، کله چې امیندوارې مېرمنې د روغتیايي خدمتونو او زېږون لپاره د ولایت مرکز فیض‌اباد ښار ته لېږدول کېږي، د لارې د اوږدوالي او خرابو سړکونو له امله مور یا نوزېږی ماشوم په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د بدخشان ولایت یو اوسېدونکی رشاد (مستعار نوم) وايي چې د دې ولایت د ډېرو ولسوالیو اوسېدونکي روغتیايي مرکزونو ته د نه لاسرسي او د درملو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د بدخشان دغه اوسېدونکی زیاتوي: «د ډېرو سرحدي ولسوالیو، لکه درواز، راغستان، زیباک او ارګو، اوسېدونکي د خرابو سړکونو او د روغتیايي کلینیکونو د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي. په ځینو سیمو کې د روغتیايي کلینیک ودانۍ شته، خو دننه یې درمل نشته او کوم درمل چې موجود وي، ډېر ټيټ کیفیته دي او هېڅ اغېز نه کوي.»

د هغه په وینا، کله چې د یوې مور د زېږون وخت راورسېږي، په ولسوالیو کې اړین امکانات نشته او کله چې هغه فیض‌اباد ته لېږدول کېږي، د لارې د اوږدوالي او خرابو سړکونو له امله یا خپله مور ژوند له لاسه ورکوي او یا یې ماشوم.

د بدخشان دغه اوسېدونکی وايي: «تېر کال شاوخوا ۱۵ میندو په یمګان ولسوالۍ کې د زېږون پر مهال خپل ژوند او خپل ماشومان له لاسه ورکړل. له بلې خوا، ډېری خلک مالي توان نه لري چې خصوصي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي. هغوی دولتي روغتیايي مرکزونو ته ورځي، خو هلته هم متخصص ډاکټران نشته او ځینې ډاکټران یوازې یو یا دوه سمستره زده کړې کړې دي او د بدخشان په دولتي کلینیکونو کې ګومارل شوي دي، چې دې موضوع خلک له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.»

د بدخشان یوه بله اوسېدونکې زینب (مستعار نوم) وايي چې د دې ولایت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې تر ټولو اساسي یې د سړکونو خرابوالی، د روغتیايي کلینیکونو نشتوالی او د متخصصو ډاکټرانو کمښت دی.

دغه مېرمن وايي: «موږ روغتیايي مرکزونو ته د رسېدو لپاره ډېر مزل کوو. په ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه او ډاکټران نشته او خلک اړ دي چې ښار ته ولاړ شي. بلخوا، بې‌وزلي هم یوه بله ستونزه ده چې په ولسوالیو کې د کلینیکونو د نشتوالي ستونزه یې لا پسې زیاته کړې ده. امیندواره مېرمنې په بدخشان کې د دغو ستونزو پر وړاندې تر ټولو ډېرې زیانمنې دي.» د هغې په وینا، د امیندواره مېرمنو لپاره د خوارځواکۍ او روغتیايي پاملرنې په تړاو د عامه پوهاوي نشتوالی هم د بدخشان په ولسوالیو کې یوه مهمه ستونزه ده.»

زینب وايي: « په ولسوالیو کې امیندواره مېرمنې د کلینیکونو د نشتوالي له امله اړې دي چې د زېږون لپاره پر اوږدو لارومزل  وکړي. کېدای شي په لاره کې خپل ماشوم له لاسه ورکړي یا خپله مړه شي؛ ځکه له یوې خوا لاره ډېره اوږده ده او له بلې خوا، سړکونه خراب دي.»

د بدخشان یوه بله اوسېدونکې طلیعه (مستعار نوم) وايي چې د دې ولایت د ډېرو ولسوالیو او لېرې پرتو کلیو اوسېدونکي  په ځانګړې توګه د غرنیو سیمو خلک، روغتیايي، ښوونیزو، د څښاک د اوبو، ترانسپورټ او ټولنیز ملاتړ په ګډون اساسي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

دغه مېرمن وايي: «په ځانګړې توګه ښځې له ډېرو خنډونو سره مخ دي. د روغتیايي مرکزونو لېرېوالی، د تګ راتګ لګښت، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او د تګ راتګ محدودیتونوروغتیايي خدمتونو ته، په ځانګړې توګه د مور او ماشوم اړوندو خدمتونو ته د ښځو لاسرسی ستونزمن کړی دی. د بدخشان په کلیوالو سیمو کې د ترانسپورټ نشتوالی او د سړکونو ستونزې روغتیايي مرکزونو ته د ښځو په رسېدو او د زېږون د بېړنیو خدمتونو په ترلاسه کولو کې د ځنډ  له مهمو لاملونو دي.»

د هغې په وینا، نارینه هم له بې‌وزلۍ، د درملنې او درملو له لګښتونو، د نقلیه وسایطو له نشتوالي او  دروغتیايي مرکزونو له لېرېوالي سره مخ دي.

طلیعه زیاتوي: «په ژمي کې دا ستونزې لا پسې زیاتېږي. د واورې ورېدل او د غرنیو لارو تړل کېدل د دې لامل کېږي چې لېرې پرتې سیمې د یوې مودې لپاره د ولسوالیو او ولایت له مرکزونو بېلې پاتې شي. په پایله کې روغتیايي خدمتونو، بازار، زده‌کړو او بشري مرستو ته د خلکو لاسرسی لا ستونزمنېږي.»

د بدخشان دغه اوسېدونکې وايي: «ښځې او نجونې د ټولنیزو او اقتصادي خنډونو او د تګ راتګ د محدودیتونو له امله ډېرې زیان‌منې دي او روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، خوړو، زده‌کړو او د خوندیتوب ملاتړ ته لاسرسی د هغوی له اساسي اړتیاوو ګڼل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د روان کال د زمري میاشتې پر۱۸مه ویلي وو چې په بدخشان کې د روغتیايي خطرونو په تړاو د عامه پوهاوي یوه کمپاین تر ۳۷ زرو ډېر کسان تر پوښښ لاندې راوستي دي.

دغه سازمان ویلي وو چې د دې کمپاین موخه د روغتیايي خطرونو او له هغو سره د مقابلې د څرنګوالي په تړاو د خلکو د پوهاوي لوړول وو.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، ښځې د هغو کسانو ۶۰ سلنه جوړوي چې له دې کمپاینه یې ګټه اخیستې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له رییسه وغوښتل چې د یوناما ملاتړ ته دوام ورکړي
خبرونه

رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له رییسه وغوښتل چې د یوناما ملاتړ ته دوام ورکړي

۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791263987]
بنېټ: د نجونو پرمخ به د روغتیایي علومو  د انسټیټیوټونو تړل د خلکو پر ژوند خورا منفي اغېزې ولري
خبرونه

بېنېټ: د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د طالب مشرانو د نیولو حکم «خورا مهم» دی

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791227940]
ذبیح‌الله مجاهد: تېر کال په افغانستان کې ۱۷ دیني مدرسې جوړې شوې
خبرونه

د ذبیح‌الله مجاهد غبرګون: د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژنو

۱۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791226120]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.