د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ويلي، امريکا په تېره يوه اوونۍ کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړه ليک ټولې مادې نقض کړې دي.
الجزيرې شنبه د جولای پر ۱۸مه، راپور ورکړی چې بقايي امريکا تورنه کړې چې بېړۍ يې په هرمز تنګي کې د «موازي لارې» کارولو ته اړ ايستې دي.
د راپور له مخې، هغه ويلي چې دغه اقدام بېړۍ د ايران د چارواکو له خوا له ټاکل شوې لارې بهر تګ ته اړ باسي او د هغه په وينا، د هوکړه ليک له مادو سره په ټکر کې دی.
بقايي همداراز ويلي چې ايران د جګړې غوښتونکی نه و، بلکې يوازې يې د هغه څه پر وړاندې له ځانه دفاع کړې چې نوموړي «تپل شوې جګړه» بللې ده.
تر دې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال کاظم غريبآبادي هم ويلي وو چې تهران د امريکا د بريدونو د دوام له امله د دغه هوکړه ليک په چوکاټ کې د خپلو ژمنو عملي کول ځنډولي دي.





