په بحرین کې درې کسان د ایران له سپاه پاسدارانو سره د دغه هېواد د ګټو پر ضد همکارۍ او جاسوسۍ په تور په عمري بند محکوم شوي دي.
الجزیرې سهشنبه د جولای پر ۱۴مه راپور ورکړی چې بحریني چارواکو ویلي چې دا کسان د ایران له سپاه پاسدارانو سره د همکارۍ او د دغه هېواد پر وړاندې پر ورانکاره او ترهګریزو اقداماتو تورن شوي دي.
د دغو کسانو د هویت، د نیولو وخت او د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
دا په داسې حال کې ده چې خلیجي هېوادونو د هغو کسانو پر وړاندې تدابیر سخت کړي چې د ایران له سپاه پاسدارانو سره د اړیکو شک پرې کېږي.
له دې مخکې د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې وه چې په بحرین کې یې د امریکا استوګنځای، د وسلو څو زېرمتونونه او د سپوږمکۍ مخابراتي مرکزونه پر توغندیو ویشتلي دي.





