بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ (بياېلاې) د خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د پاکستاني پوځ پنځه ماموران یې وژلي دي.
نوموړي پوځ ویلي، چې ځواکونو یې جمعه د اګسټ پر ۱۲ د کرکرن سیمې «بولان» کې پر پاکستاني پوځ برید کړی، چې په پایله کې یې د پاکستاني پوځ پنځه پوله ساتي ماموران وژلي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادو ځواکونو په سیمه کې د ګازو د استخراج د امنیت د خوندیتوب او ساتنې مسوولیت لاره.
بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ ویلي، پاکستان او نورو ځواکونو ته اجازه نه ورکوي، چې د بلوچستان طبیعي زېرمې «چور» کړي.
یاد پوځ له دې وړاندې هم ویلي، چې ځواکونو یې په بلوچستان کې وخت ناوخت پاکستاني قوماندانان په نښه کړي او وژلي؛ خو د پاکستان دولت د دغو بریدونو د څرنګوالي په اړه غبرګون بېل دی.