د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې محتسبانو تازه په بامیان کې خپل فعالیتونه پيل کړي دي. دغه محتسبان د تمځایونو په جوړولو له خلکو پلټنې کوي او هغوی ته وعظ او نصیحت کوي، چې دیني اصول رعایت کړي. د دغو کسانو ډېری ټینګار د ښځو پر جامو دی. یو شمېر بامیانۍ مېرمنې د طالبانو د امربالمعروف ادراې محتسبانو دغه اقدام د خلکو په شخصي چارو کې لاسوهنه او د هغوی پر شخصي حریم تېری ګڼي. هغوی ټینګار کوي، چې ژوند یې د دوزخ په شان شوی، ځکه ازادي یې ترې اخیستل شوې او اړ دي د طالبانو په خوښه جامې واغوندي.
د بامیان اوسېدونکې شقایق (مستعار نوم) وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مامورینو له شپږو ورځو راهیسې په بامیان کې د ښځو د جامو اغوستلو ارزول پیل کړي دي.
اغلې شقایق زیاتوي، چې تېرو شپږو ورځو کې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ نجونې د کرمچ او پتلون اغوستلو له امله د طالبانو له خوا په متروکو او لرګیو وهل ډبول شوې دي. اغلې شقایق څرګندوي، چې د طالبانو محتسبانو په «میدان الکین» سیمه کې د پلټنې تمځایونه رامنځته کړي او د ښځو حجاب ارزوي.
دغه بامیانۍ نجلۍ چې د بامیان په مرکز کې د زړه بوږنوونکو پېښو شاهده ده، د اندېښنې په څرګندولو سره وایي: «د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو د بامیاني نجونو او ښځو لپاره ژوند په دوزخ بدل کړی دی. دغه مامورین ان د ښځو د جامو د جزییاتو په اړه نظر ورکوي.» اغلې شقایق زیاتوي، چې هغې په پوره توګه حجاب رعایت کړی و؛ خو بیا هم د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو هغې ته خبرداری ورکړی، چې په ښار کې دې نه ګرځي.
مروه (مستعار نوم) یوه بله نجلۍ ده، چې بامیان ښار کې له ښځو سره د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو له تاوتریخوالي ډک چلن څخه د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي. مروه وایي، چې د تېرې اوونۍ پر چهارشنبې (د زمري پر ۱۹) د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو یوه محصله نجلۍ چې څو رنګه جامې یې اغوستې وې، د بامیان ښار په «سربازار» سیمه کې له موټره ښکته کړې او پر پښو په متروکو وهلې ده. اغلې مروه زیاتوي، چې طالبانو دغې محصلې ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره دې له ښاره لرې ولاړه شي، که نه وبه یې ووژني.
د بامیان اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر محستبانو د دغه ښار پر ۷ لارو له دې جملې دهن زرګران، سربازار، جاده نو، میدان الکین، د ملا غلام ښارګوټي پر میدان ترافیک سړک او د کابل بانک درې لارې کې د پلټنې تمځایونه رامنځته کړي او نجونو او ښځو ته په بېلابېلو پلمو سپکاوي کوي او وهي ټکوي یې.
په همدې حال کې د بامیان – کابل لویې لارې یو شمېر مسافرین هم وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د بامیان ښار په «دهن زرګران» سیمه کې د پلټنې تمځای رامنځته کړی او د دې لارې موټر چلوونکو ته یې خبرداری ورکړی، چې له محرم پرته ښځې دې موټر ته نه پورته کوي.
نظام الدین (مستعار نوم) یو له مسافرینو دی، چې له کابله یې بامیان ته سفر کړی. هغه وایي، چې بامیان ښار ته له دننه کېدو سره سم د دغه ښار په دروازه کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د هغوی موټر درولی او موټر چلوونکي ته یې خبرداری ورکړی، چې وروسته له دې هغه ښځې چې شرعي حجاب نه لري، په موټر کې نه سپروي.
بامیان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په دغه ولایت کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د دې ادارې محتسبان د ښار په بېلابېلو برخو کې د خلکو د پلټنې او د وعظ او نصیحت لپاره ځای پرځای شوي دي.
بامیان کې ځایي سرچینې هم په اندېښنې سره وایي، چې د طالبانو رژیم له راتګ سره په دغه ولایت کې د ښځو د تېرو دوو لسیزو ټولې په ځانګړې توګه د زده کړو، ورزش، کلتور، ټولنیزو او سیاسي برخو لاسته راوړنې له منځه تللې دي. د سرچینو د خبرو پر بنسټ، بامیانۍ ښځې او نجونې تېرو ۲۰ کلونو کې داسې له ستونزو سره نه وې مخامخ شوې.
په دې لړ کې دا لومړی ځل نه دی، چې وګړي د طالبانو د امربالمعروف ریاست د محتسبانو له کړنو شکایت کوي. له دې مخکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغې ادارې له کارکوونکو شکایتونه شوي وو، چې د خلکو په شخصي حریم کې لاسوهنه کوي. د دې ادارې کسانو ان په کابل کې هم څو ځله شخصي موټر درولي او په موټر کې د ناستو نارینه او ښځو د اړیکې په اړه یې پوښتلي دي. د دغې ادارې محتسبان ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې یوه ښځه د موټر په مخ کې د موټر چلوونکي تر څنګ کېنې؛ که څه هم په موټر کې بله مېرمن نه وي.