• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

باميانۍ ښوونکې کندهار کې د بې سوادۍ پر وړاندې مبارزه کوي

۸صبح، کندهار، راپور: احمد شاه شاداب

۸صبح، کندهار، راپور: احمد شاه شاداب ۸صبح، کندهار، راپور: احمد شاه شاداب
۹ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۰ - ۳۰ مې ۲۰۲۱ [t_time:1622366534]

يوه باميانۍ مېرمن په کندهار ولايت کې نجونو ته د زده کړو لپاره انګېزه ورکوي او په دې کار سره غواړي چې د هېواد نورو مېرمنو ته د پياوړي هوډ او «ښځې کولای شي» پيغام ورسوي.
دغه مېرمن د کندهار په یوې لري پرتې سیمه کې په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده چېرته چي د نجونو پر زده‌کړو ډېر کلتوري محدودیتونه وضع دي، خو دې مېرمني دغه محدودیتونه په خپل ورتګ سره له منځه وړي دي.
سکینه مهدي‌یار د بامیان ولایت د پنج اب ولسوالۍ اوسېدونکې ده، هغې خپله کورنۍ او کلی پریښی او د کندهار په داسې یوه سیمه کې نجونو ته زده کړه ورکوي چې له ښاره سلګونه کيلومتره واټن لري.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د مهدي‌یار په راتګ سره یې د نجونو زده کړو ته زړه ښه کړی او دا ورته معلومه شوې چې د ښځو لپاره زده کړې ډېره مهمه ده.
سکینه مهدي‌یار وايي چي دلته يې د راتګ موخه د کندهارۍ ښځو لاسنيوی او دوی ته د زده‌کړو انګېزه ورکول او همداراز تعصب ته نه ويل دي او له نېکمه مرغه په دې کار کې بريالۍ شوې هم ده.
نوموړې وايي، د تېرو دوه کالونو راهيسې د سپین بولدک په ولسوالۍ کې په یوه لرې پرتې سیمه کې نجونو ته زده کړې ورکوي. مهدي‌يار وايي، دلته ورسره یوازې یو ورور يې راغلی دی.
سکینه ۲۲ کاله عمر لري او په لومړي ځل دې سیمي ته د خپلوانو کور ته راغلې وه خو وروسته یې دلته د پاتې کېدو هوډ وکړ، ځکه په دغه سیمه کې د نجونو لپاره هېڅ ښوونځی نه ؤ او اړتیا وه چې ددې سیمې نجونې زده کړې وکړي.
هغه زياتوي، لومړی یې په دغه سیمه کې کوچني ټولګي جوړ کړل او څه موده وروسته یې د عبدالکریم خان په ښوونځي کې دغه نجونو ته لوست او روزنه وساتله. دغه باميانۍ مېرمن سره اوس مهال څه باندې ۲۰۰ کندهارۍ نجونې په زده‌کړو بوختې دي.
مهدی‌یار اوس دغه نجونو ته د ریاضي مضمون تدریسوي او په خبره یې خوشحاله ده چې ورځ تر بلې یې د ښځينه‌ زده کوونکو په شمېر کې زیاتوالی راځي.
سکینه مهدي یار وايي: «دلته له راتګ څخه مې موخه دا ده څو وښیم چې ښځې د هېواد په ابادۍ کي ښه رول لوبولای شي. دا چي د کندهار په ناامنه سیمه کې مې د نجونو لپاره د استادۍ دندې ته دوام ورکړی، هېڅ وسله نه لرم بلکې یوازينۍ وسله مې قلم او کتابچه ده، ځکه علم او پوه د جګړې پر وړاندې د مبارزې ترټولو غوره لاره ده. غواړم د افغانستان ښځو ته یوه بېلګه واوسم او دا وښیم چې انسانیت هر څه دی او تعصب او قومیت موږ له پرمختګه پاتې کوي.»
طیبه او عالیه ددې ښوونځي زده کوونکي دي. دوی وايي چې د ښوونکې مهدي‌یار په راتګ سره یې ډېر څه زده کړي او په خبره یې نوموړې د لوست تر څنګ ورته د تعصب د له منځه وړلو او یووالۍ په برخه کې هم ويناوې کوي.
دوی وايي، د سکینې مهدي‌یار درسونو ته په خورا لېوالتيا سره راځي او له نوموړې یې ډېر څه زده کړي دي.
د کندهار د سپین بولدک په لرې پرتې سیمه کې د عبدالکریم خان لېسې مدیر، سعدالله وايي چې د سکینې مهدي‌یار په راتګ سره په دې لېسه کې د ښځينه زده کوونکو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.
نوموړی وايي، په تېرو دوو کلنو کې دغه ښوونځي د مهدي یار د هڅو له امله له ښوونځي څخه لېسې ته ارتقاع وکړه او د سیمې خلک اوس ښوونځي ته د خپلو لوڼو د استولو لپاره زړه ښه کوي .
سعدالله زياتوي، دلته د تعصب ذهنیت نشته او خلک د هرې سیمې اوسېدونکو ته د کار کولو لپاره زړه ښه کوي.
په کندهاري ټولنه کې چې د مېرمنو زده کړې د کلتوري محدوديتونو له امله له ستونزو سره مخ دي، ډېری نجونې خپلې زده کړې په نيمه کې پرېږدي او يا هم د کورنيو لخوا په کم عمر کې له کوژدې وروسته د زده کړو له دوامه بې برخې پاتې کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.