په ۲۰۲۱م کال کې چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړې بنديز ولګاوه، د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې له ښوونيزو مرکزونو څخه راګرځول شوې نجوني له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوې دي. يو شمېر هغه کورنۍ چې لورګانې يې پر زدهکړو بوختې وې د دغو بنديزونو د دوام له امله اړ شوي چې د خپل ښځينه قشر لپاره زدهکړو ته د لاسرسي په موخه بهرنيو هېوادونو ته لاړ شي، خو يو شمېر نورې کورنۍ چې په کور د ننه پاتې دي ډېرې نجونې يې په کم عمرۍ کې کوژده کړې دي.
په افغانستان کې له زدهکړو څخه محرومې نجونې وايي چې پر زدهکړو بنديز دوی اړې کړې چې په کور کې کورني واړه سوداګريز کارونه ترسره کړي او يا هم کوژدې او ودونه وکړي. د سوېلي هلمند ولايت اوسيدونکي وايي، د تېر يوه کال راهیسې په دغه ولايت کې په کم عمرۍ کې د نجونو ورکړه زياته شوې او ډېرو خلکو خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کړې دي. د هلمند د لښکرګاه ښار يو قومي مشر محمدګل جان (مستعار نوم) وايي چې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې هغه نجونې چې د واده کولو عمر يې نه وي پوره کړی د خپلو کورنيو له خوا ورکول شوې دي.
دی وايي چې د واده شویو نجونو په ډله کې ډېرې هغه نجوني هم شاملې دي چې تر دې مخکې په ښوونځيو او يا هم نورو تعليمي مرکزونو کې په زدهکړو بوختې وې. نوموړی په کم عمرۍ کې د نجونو د ورکړې لامل د خلکو اقتصادي ستونزې او د نجونو پر مخ د ښوونيزو مرکزونو تړل يادوي. د نوموړي په خبره:«په هلمند ولايت کې هغه نجونې چې پخوا په زدهکړو بوختې وې ډېری يې اوس واده شوې دي. خلک يا اقتصادي ستونزې لري يا هم هيله نه لري چې راتلونکي کې دې دغه نجونې بیا زدهکړې وکړي، ځکه يې په کم عمر کې واده کوي.»
په لښکرګاه ښار کې د زينب په نوم يوې ۲۳ کلنې نجلۍ د ښوونځي زده کوونکې هم ورته څرګندونې کوي او وايي چې د ښوونځيو څخه راګرځول شوې ډېری نجوني دا مهال د پیسو په بدل کې ورکول شوې دي. یاده نجلۍ وايي، هغه انجوني چې پخوا يې په ښوونيزو مرکزونو کې زدهکړې کولې دا مهال ډېری یې په رواني ناروغيو اخته شوې دي او له يو نامعلومه برخليک سره مخامخ دي.
زينب يو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې دې د ښځو زدهکړو ته اجازه ورکړي. نوموړې وايي، دوی حاضرې دي چې د طالبانو ټولو شرايطو په منلو سره ښوونځيو ته ولاړي شي، خو له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې خپل د امرثاني امر نور پاي ته ورسوي. هغې زياته کړه:«زما ډېری ټولګيوالې يې واده کړې دي، ځکه تر کور ناستي ښه ده چې واده وکړي. ښوونځي تړل شوي دي هېڅ د زدهکړو ځای نشته موږ ډيرې ناهيلې يوو، غوښتنه کوو چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي خلاص شي او هر ډول شرايط چې دوی ورته جوړوي موږ به يې پر ځان عملي کړو، خو نور باید د نجونو زدهکړو ته اجازه ورکول شي.»
يو شمېر مدني فعالان بیا په کم عمر کې د نجونو ورکول د اندېښنې وړ ګڼي او وايي چې په کم عمر کې د نجونو ورکول به د ښځو پر وړاندې شته ستونزې لا ډېرې کړي. په هلمند ولايت کې يو مدني فعال احمدنصير وايي چې په کم عمر کې د نجونو ودول نه یوازې هغوی ته، بلکې ټولنې ته هم اوږدمهاله زیانونه رسوي.
هغه د کورنيو څخه غوښتنه کوي چې خپلې کم عمره نجونې دي نه کوزده کوي. د نوموړي په وینا:« په کم عمر کې واده شوې نجونې له ژور خپګان او رواني فشارونو سره مخ کېږي، ځکه چې دوی لا د واده او کورنیو مسئولیتونو لپاره ذهني او عاطفي پوخوالی نه لري. سربېره پر دې، د کم عمر واده زیاتره د جبر پر بنسټ ترسره کېږي، چې د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او په ټولنه کې د جنډر بې عدالتي زیاتوي.»
په ورته وخت کې يو شمېر روغتياپالان هم په کم عمر کې د نجونو ورکړه د روغتيايي اړخ څخه خورا زيانمنه يادوي او زياتوي، ډېری هغه نجونې چې له خپلې خوښې پرته په کم عمر کې واده شي د ځان وژنې هڅې کوي. دی وايي چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې يو لامل په کم عمر کې د نجونو ورکړه ده.
يو تن د رواني ناروغيو سلاکار عبیدالله يې په اړه وايي: «په کوچني عمر کې واده شوې نجونې د امیندوارۍ او زیږون پر مهال له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ کېږي د هغوی بدن د دې پروسې لپاره لا تیار نه وي چې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړېدو لامل ګرځ. ځيني وخت چې دغه واده شوې نجوني د کورني مسوليت په اداينه کې پاتې راځي بیا د ځان وژنې هڅه کوي.»
له هلمند وراخوا په دې ورستيو کې په ټول افغانستان کې په اجباري ډول د کم عمرلرونکو نجونو ورکړه زياته شوې ده.





