۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نجونې د زدهکړې له حقه محرومې شوي، د پاکستان چارواکو په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زدهکړې په تړاو د یو نړیوال کنفرانس له جوړېدو خبر ورکړی دی.
اېکسپرېس ټربیون پنجشنبه د مرغومې پر ۲۰مه راپور ورکړی چې پاکستان به راتلونکې اوونۍ د دغه کنفرانس کوربه وي.
د راپور پر بنسټ، د سولې نوبل جایزې ګټونکې او د ښځو حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ هم په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.
په راپور کې راغلي چې ملاله یوسفزۍ د دغه نړیوال کنفرانس یوه له مهمو ویناوالو څخه ده.
دا په پاکستان کې پر ملالې له برید وروسته د هغې درېیم سفر دی.
ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲ کال کې د خیبرپښتونخوا په «سوات» سیمه کې له ښوونځي څخه کور ته د ستنېدو پرمهال دوسلهوالو له برید سره مخ او په پایله کې یې د سر په برخه کې ټپي شوې وه.
د دې برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) منلی و.
یوسفزۍ له دې برید وروسته د درملنې لپاره انګلستان ته لېږدول شوې وه.
تازه د پاکستان د پوهنې وزارت د دغه نړیوال کنفرانس د کوربهتوب په درشل کې خبر ورکړی چې ملاله به د دې غونډې ګډونواله وي.
د دغه نړیوال کنفرانس موخه د نړۍ په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زدهکړو د پرمختګ په برخه کې د خنډونو له منځه وړل بلل شوي دي.
د راپور پر بنسټ، په دغه نړیوال کنفرانس کې به د ۴۴ اسلامي هېوادونو سفیرانو، پوهانو او اکاډمیکو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون له ۱۵۰ څخه ډېر کسان برخه واخلي.
په راپور کې راغلي چې د دې کنفرانس د اجنډا یوه برخه په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړې د طالبانو د بندیز په تړاو خبرې کول دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې طالبان هم دغه کنفرانس ته بلل شوي دي.
ولیدل شي چې دا ډله په دغه کنفرانس کې ګډون کوي او که نه.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ټيټيپي پر سر د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.





