۸صبح، کابل: د ماشومانو د ژغورنې، د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د افغانستان د پوهنې بنسټ په ګډون یو شمېر نړیوالو بنسټونو ویلي چې ټاکل شوې راتلونکی زېږدیز کال ۸.۹ میلیونه افغان زدهکوونکي ښوونځیو ته لاړ شي.
دې بنسټونو سهشنبه د لړم پر ۲۲مه په یو ګډ خپاره کړي راپور کې ویلي چې د وړاندوینو له مخې به راتلونکی کال په ښوونځیو کې د زدهکوونکو حضور د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۰.۷ سلنه ډېر وي.
د بیان پر بنسټ، د زدهکوونکو د احتمالي زياتوالي يو لامل په هېواد کې د نفوس ګڼوالی دى.
د بیان له مخې، هغه نجونې زدهکوونکي چې سږکال له شپږم ټولګي فارغېږي، د زدهکړو له دوامه به محرومې شي.
همداراز نړیوالو بنسټونو زیاته کړې چې راتلونکی کال به د اقتصادي ننګونو او ټولنیزو شرایطو له کبله د ښوونځي د عمر ډېر شمېر افغان ماشومان د زدهکړو له حقه محروم شي.
په بیان کې څرګنده شوې چې نړيوال بنسټونه به په ښوونځيو کې پر زيانمنو ماشومانو تمرکز وکړي.
ټاکل شوې د ماشومانو ملاتړ بنسټونه راتلونکی زېږدیز کال له ۴۸۰ زرو زیانمنو زدهکوونکو ملاتړ وکړي.
په راپور کې راغلي چې د محلي ټولګیو میاشتنی لګښت له دوه زره ۷۰۰ څخه دوه زره ۸۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.
همداراز د زیانمنو ماشومانو لګښت له ۶۳ څخه ۶۵ ډالرو ته او د ښوونکو لګښت له ۱۰۰ څخه ۱۲۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ویلي و چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو له زدهکړو څخه د محرومیت د ۱۰۰۰ ورځو په تېرېدو سره، هغوی خپل درې میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي.
پر هېواد د طالبانو له درې کلنې زیاتې واکمنۍ وروسته، لا هم دا ډله له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو لپاره کوم پلان نه لري.





