۸صبح، کابل: د بشري حقونو څار بنسټ وايي چې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د نجونو زدهکړو ته ارزښت نه دی ورکړی.
یاد بنسټ سهشنبه د وږي پر ۲۷مه په یوې خپره کړې بیانیه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو زدهکړو د محرومیت درېیم کال په مناسبت لیکلي چې دا ډله له زدهکړو د نجونو په محرومولو سره د هېواد د پوهنې سیسټم ته اوږدمهاله زیان رسوي.
په بیانیه کې راغلي: «په داسې حال کې چې د افغان نجونو د منځنۍ زدهکړې موضوع په نړیواله کچه ډېر بحثونه رامنځ ته کړي، خو دولتونو او نړیوالو بنسټونو تر اوسه دې موضوع ته ارزښت نه دی ورکړی.»
د بشري حقونو څار بنسټ په وینا، د نجونو پر زدهکړو د طالبانو بد ندیز له کبله به د هېواد په ښوونیز سیسټم کې «جنسیتي نابرابرۍ» رېښې وکړي.
د بشري حقونو د دغه بنسټ په اند، دا بندیز د افغانانو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو منفي اغېز لري.
نوموړي بنسټ ویلي چې که له زدهکړو د نجونو راګرځېدو بهیر همداسې دوام ولري، افغانستان به په راتلونکو څو کلونو کې د ډاکټرانو، نرسانو، ښځینهښوونکو او لوستو ښځو له جدي کمښت سره مخ شي.
د بشري حقونو د څار بنسټ یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې دا بندیز پای ته ورسوي.
طالبانو شاوخوا درې کاله مخکې لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې د زدهکړو له حقه بې برخې کړې دي.
تر دې مخکې هم د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو په وار وار د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې پر سیاستونو نیوکې کړې وې.





