۸صبح، کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د طالبانو له خوا د دغه سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر تګ د بندیز له امله په افغانستان کې د راستنېدونکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو اته مرکزونه تړل شوي دي.
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال جمعه د وږي پر ۲۱مه له خبریالانو سره په خبرو کې تائید کړې چې دا مرکزونه د وږي پر ۱۸مه تړل شوي دي.
د هغه په وینا، دغو مرکزونه هره ورځ شاوخوا ۷ زرو راستنېدونکو ته ملاتړي خدمتونه وړاندې کول.
د ملګرو ملتونودغه چارواکي زیاته کړې چې د ښځو شخصي مرکې او بایومټریک معلوماتو ثبتول یوازې د ښځینه کارکوونکو له خوا باید ترسره شي او د هغوی له حضور پرته، دا فعالیتونه درول شوي دي.
دملګرو ملتونو د اعلان له مخې، طالبانو د وږي پر ۱۶مه په کابل، هرات او مزارشریف کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو د تګ مخه نیولې ده.
طالبانو ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو په هېڅ یوه اداره یا نورو نړیوالو بنسټونو کې د کار کولو اجازه نه لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې د دغو محدودیتونو دوام کولای شي د اړمنو خلکو په تېره بیا ښځو او ماشومانو ته د بشري مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړي.





