۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي چې یوازې ۱۷سلنه هغه ښځې چې له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستنېږي یا رااېستل کېږي، عاید لري.
دې ادارې چهارشنبه د وري پر ۲۶مه، په خپل راپور کې زیاته کړې چې معیشتي فرصتونو، مالي خدمتونو او بازارونو ته د نه لاسرسي له امله راستنېدونکې افغانې ښځې له بېوزلۍ، استثمار او د پایښت لپاره د منفي لارو د کارولو له لوړ خطر سره مخ کېږي.
ډېری دغه ښځې د وسایلو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله له کاره پاتې شوې دي.
د راپور له مخې، ډېری دغه ښځې اړې شوي چې خپل کورونه، معیشت او ټولنې په ناڅاپي توګه پرېږدي او له سرچینو، شتمنیو یا ملاتړ پرته داسې هېواد ته راستنې شي چې له وړاندې له اقتصادي ناورین سره مخ دی او د ښځو لپاره کاري فرصتونه او د مهارتونو د ودې امکانات پکې خورا محدود دي.
په داسې حال کې چې د بشري مرستو بیړنۍ اړتیا باید لا هم پوره شي، د ښځو د ژوند د بیا رغونې لپاره پر اوږدمهالو حللارو پانګونه هم برابر اهمیت لري.
د اټکلونو له مخې، د راستنېدونکو ښځو منځنی میاشتنی عاید شاوخوا ۱۱۰۰ افغانۍ (نږدې ۱۷ امریکایي ډالر) دی.
په راپور کې ویل شوي چې ۵۷ سلنه دغه ښځې د جلاوطنۍ د وخت پرتله کم عاید لري او یوازې ۸ سلنه یې زیات عاید ترلاسه کوي.
د راپور له مخې، له ایرانه ۷۷سلنه راستنېدونکي او له پاکستانه ۶۴ سلنه راستنېدونکي کسان له راستنېدو وروسته له بېکارۍ سره مخ کېږي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې له ایران او پاکستانه راستنېدونکې ښځې له هغو پراخو محدودیتونو سره مخ کېږي چې د طالبانو له خوا لګول شوي دي.





