• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له خوښۍ سره د طالبانو مخالفت؛ په تخار کې ښځې ان له لېرې د پسرلني جشن له نندارې محرومې شوې

چغتای چغتای
۹ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶ [t_time:1774780206]
Exclusive

Exclusive

د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې طالبانو د درې ورځني پسرلني جشن د جوړېدو په درشل کې د ښځو د ګډون لپاره نوي محدودیتونه لګولي دي. د دوی په وینا، طالبانو په دې ولسوالۍ کې ښځو ته خبرداری ورکړی چې ان له لرې واټنونو څخه هم دا جشن ونه ګوري.

د رستاق ځینې اوسېدونکي وایي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ښځې په دې ولسوالۍ کې د مراسمو او جشنونو له لیدلو بې‌برخې شوې دي. د دوی په وینا، د طالبانو د حکم له مخې ښځې ان له لرې غونډیو هم نه شي کولای د وزلوبې، غېږنیونې او نورو هغو ځایي لوبو ننداره وکړي چې په دې ولسوالۍ کې درې پرله‌پسې ورځې ترسره کېږي.

د رستاق دغه اوسېدونکي زیاتوي چې طالبانو هغوی ته خبرداری ورکړی چې ښځې باید په بشپړه توګه د ځایي لوبو او نورو تفریحي فعالیتونو له لیدلو محرومې شي او که ښځې ولیدل شي، د دغړ مراسمو تنظیموونکي او اوسېدونکي به د دې ډلې له لوري په سخت ډول مجازات شي. دوی ټینګار کوي چې په ټول کال کې همدا درې ورځې یوازینی محدود فرصت دی چې خلک پکې تفریح کوي، خو اوس ښځې له همدې فرصته هم بې‌برخې شوې دي.

د تخار یو سرچینه چې د امنیتي اندېښنو له امله یې هویت په راپور کې نه دی څرګند شوی، په دې تړاو وایي:« په رستاق کې سر له نننه درې ورځنی پسرلنی جشن پیل شوی دی، خو په دې په زړه‌پورې محلي تفریحي مراسمو کې ښځو ته د ګډون اجازه نشته. طالبانو اعلان کړی چې ښځې باید هېڅکله د دغه جشن په شاوخوا ونه لیدل شي.»

د تخار دغه اوسېدونکی زیاتوي: «په تېرو کلونو کې ښځې له لېرې ځایونو د نندارې لپاره راتلې. د جمهوریت په دوره کې به هغوی د نارینه‌وو تر څنګ ګډون کاوه؛ یوازې د ښځو لپاره جلا ځای په پام کې نیول شوی و.»

د سیمې اوسېدونکي وایي چې په تېرو کلونو کې ښځو لږ تر لږه له لېرې واټنونو دا جشن ننداره کاوه، او د جمهوریت په دوره کې به یې هم کولای شول په دې مراسمو کې د نارینه‌وو تر څنګ ګډون وکړي؛ که څه هم د هغوی لپاره جلا ځایونه ځانګړي شوي وو.

د سیمې یو اوسېدونکی وایي:« طالبانو ان تر ټولو کوچنۍ خوښي او تفریح هم له ښځو اخیستې ده او نه غواړي چې هغوی دا خوښۍ ان له لېرې هم وویني.» د دې سرچینې په وینا، طالبانو د لوډسپیکرونو له لارې خلکو ته اعلان کړی چې ښځو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې دا لوبې او د نارینه‌وو ساتېرۍ وګوري.

د تخار د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکي هر کال د نوروز او نوي کال په مناسبت په دې ولسوالۍ کې درې ورځې جشن نیسي. پخوا به ښځو هم د دغو مراسمو او لوبو په ننداره کې ګډون کاوه، خو طالبانو د دغو کلتوري جشنونو پر وړاندې د محدودیتونو په لګولو سره ښځې په بشپړه توګه د هغو له لیدلو محرومې کړې دي.

طالبانو نه یوازې ښځې  تفریح‌ځایونو ته له تګ او ورزش کولو منع کړې دي، بلکې د لسګونو فرمانونو په صادرولو سره یې ښځې او نجونې د زده‌کړې، تحصیل او کار له حقه هم بې‌برخې کړې دي. دې ډلې په خپل د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون کې د ښځو غږ او څېره هم «عورت» بللې ده او له محرم پرته یې د هغوی له کوره وتل هم منع اعلان کړي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: له ایران او پاکستانه راستنېدونکي یوازې ۱۷سلنه افغان ښځې عاید لري
خبرونه

ملګري ملتونه: له ایران او پاکستانه راستنېدونکي یوازې ۱۷سلنه افغان ښځې عاید لري

۲۶ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۱۵ اپرېل ۲۰۲۶ [t_time:1776244461]
د ښځو پر کار بندیز؛ ملګرو ملتونو د راستنېدونکو د ملاتړ اته مرکزونه وتړل
خبرونه

د ښځو پر کار بندیز؛ ملګرو ملتونو د راستنېدونکو د ملاتړ اته مرکزونه وتړل

۲۲ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757747223]
د بشري حقونو څار بنسټ: طالبان پر کار بوختې ښځې ځوروي
خبرونه

د بشري حقونو څار بنسټ: طالبان پر کار بوختې ښځې ځوروي

۱۱ غويی/ثور ۱۴۰۴ - ۱ مې ۲۰۲۵ [t_time:1746083640]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.