۸صبح، کابل: د بشري حقونو څار بنسټ د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي چې طالبان پر کار بوختې ښځې ځوروي او په ځینو مواردو کې یې نیسي.
دغه بنسټ د پنجشنبه د غويي پر۱۱مه په یوه راپور کې زیاته کړې چې هغه لږ شمیر ښځې چې له کوره د کار لپاره وځي د طالبانو د مامورینو له لوري له پوښتنو او ګروېږنو سره مخ کیږي.
په راپور کې راغلي چې د ښځو لپاره رسمي دندو ته لاسرسی نږدې ناشونی شوی دی.
د بشري حقونو د څار بنسټ په دولتي او خصوصي دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز په اشار کړې او دغه راز یې زیاه کړې چې د سینګارتونونو په تړل کېدو سره ۶۰ زره ښځو خپل کار له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د ښځو د کاري ځواک ونډه یوازې ۱۹ سلنه وه، خو اوس اټکل کیږي چې دا کچه یوازې ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده.
طالبانو له واکمنېدو وروسته، ښځې له زده کړو او په دولتي او نا دولتي ادارو کې له کارکولو محرومې کړې.
پر دې سربېره، د طالبانو له خوا پر ښځو لګول محدودیتونه د تاوتریخوالي او د نجونو د جبري او کم عمره ودونو د زیاتوالي لامل شوي دي.





