په افغانستان کې د دولتي او خصوصي بانکونو له فعالیت سره سره، یو شمېر هېوادوال او سوداګر وایي چې د پیسو د لېږد او ترلاسه کولو لپاره لا هم له صرافیو او د حوالې له سیستمه کار اخلي. دوی د ډېرو پیسو د ایستلو او لېږد محدودیتونه، اداري بهیرونه، اسنادو ته اړتیا، د ځینو معاملاتو ځنډ او د تېر حکومت له سقوط وروسته پر بانکي نظام بې باوري صرافیو ته د خلکو د مراجعه له لاملونو بولي. د دوی په وینا، د حسابونو د ژر تصفیې او د صرافیو خدمتونو ته د اسانه لاسرسي له امله هم خلک په ځینو معاملاتو کې دغه طریقې تر بانکي خدمتونو غوره ګڼي.
دغه هېوادوال او سوداګر له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې صرافان په ځینو مواردو کې له مالي زیان یا دېوالي کېدو وروسته د خپلو پېرېدونکو د ستونزو د حل لپاره همکاري کوي؛ خو په بانکونو کې داسې ملاتړ نه لیدل کېږي. دوی ټینګار کوي چې د پېرېدونکو د ستونزو د حل په څرنګوالي کې دغه توپیر یو له هغو لاملونو دی چې خلک یې د صرافیو د خدمتونو کارولو ته هڅولې دی. دوی له بانکونو غواړي چې د پیسو د لېږد او ایستلو بهیر ساده کړي، پر لویو معاملاتو شته محدودیتونه راکم کړي او د بانکي خدمتونو لګښتونه ټیټ کړي.
د کابل یو اوسېدونکی ستار وایي چې سره له دې چې دولتي او خصوصي بانکونه فعالیت کوي، خو نوموړی د پیسو د لېږد او د اسعارو د تبادلې لپاره تر ډېره صرافیو ته مراجعه کوي. نوموړی د معاملاتو چټکتیا او د کار د بهیر سادهوالی د صرافیو د خدمتونو د کارولو له لاملونو بولي. د ستار په وینا، د صرافیو ترمنځ د اسعارو د بیو توپیر هم پېرېدونکو ته دا زمینه برابروي چې له معاملې مخکې مناسبه بیه غوره کړي.
دغه کابل مېشتی وایي: «په صرافۍ کې مې معمولاً کار ژر کېږي او د یوې ساده معاملې لپاره اړ نه یم چې څو پړاوونه ووهم. کولای شم د ډالر او نورو اسعارو بیې له څو صرافانو وپوښتم او مناسبه بیه غوره کړم. په بانک کې د ځینو خدمتونو لپاره نورو اسنادو او ډېرو پړاوونو ته اړتیا وي او د کار بهیر هم اوږدېږي. که بانکونه د خدمتونو بهیر ساده او چټک کړي او مناسب کمېشن او بیې وړاندې کړي، خلک به له بانکي خدمتونو ډېره استفاده وکړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی اجمل (مستعار نوم) وایي چې په بانکي خدمتونو کې د شته محدودیتونو له امله د خپلو پیسو د معاملو لپاره تر ډېره صرافیو او حوالهدارانو ته مراجعه کوي. نوموړی زیاتوي چې په صرافیو کې کولای شي خپلې اړتیا وړ پیسې په لنډ وخت کې ترلاسه یا ولېږدوي. د اجمل په وینا، له بانکي حسابونو د نغدو پیسو د ایستلو محدودیت هم هغه ستونزه ده چې د بانکي خدمتونو کارول یې ورته ستونزمن کړي دي.
اجمل وایي: «ډېری وخت خپلې پولي معاملې په صرافیو او د حوالې له لارې ترسره کوو، ځکه هلته زموږ کار ژر پر مخ ځي. که له بهره موږ ته ډالر حواله شي، صراف هماغه ډالر راکوي؛ خو په بانک کې معمولاً پیسې په افغانیو راکول کېږي. له بلې خوا، که نن پیسې حواله کړو، سبا یې په اسانۍ ترلاسه کولای شو، خو په بانک کې د ایستلو محدودیت شته او له دوه زره ډالرو ډېرې پیسې نه شو ایستلای.
پر دې سربېره، په ځینو سیمو کې د بانکي څانګو نشتوالي هم د دې لامل شوی چې یو شمېر اوسېدونکي د پیسو د ترلاسه کولو او لېږد لپاره صرافیو او حوالهدارانو ته مراجعه وکړي.
یو سوداګر ګدا محمد کوهدامني وایي چې د سوداګرو او صرافانو ترمنځ کاري اړیکه او باور یو له هغو لاملونو دی چې سوداګر لا هم په خپلو معاملاتو کې له صرافیو کار اخلي. نوموړی زیاتوي چې سوداګر په ورځنیو معاملاتو کې د پیسو چټک لېږد او نغدو پیسو ته سمدستي لاسرسي ته اړتیا لري او صرافۍ په ډېرو مواردو کې دغه اړتیا پوره کوي.
کوهدامني وایي: «موږ سوداګرو په تېرو کلونو کې تر ډېره له صرافانو سره کار کړی او زموږ ترمنځ پېژندګلوي او باور رامنځته شوی دی. کله چې پیسې له یوه صراف سره وي، د اړتیا پر مهال کولای شو ژر ورته لاسرسی پیدا کړو او خپلې معاملې پر مخ یوسو. په ځینو مواردو کې چې یو سوداګر له مالي یا سوداګریزې ستونزې سره مخ شي، هغه صراف چې له نوموړي سره کاري مخینه لري، د ستونزې د حل لپاره ورسره همکاري کوي.» د هغه په وینا، همدغه دوامداره اړیکه او پیسو ته چټک لاسرسی د دې لامل شوی چې صرافۍ لا هم د سوداګرو په ورځنیو معاملاتو کې خپل ځای ولري.
دغه سوداګر زیاتوي: «بانکونه د فعالیت لپاره ټاکلي وخت لري، خو سوداګر، په ځانګړې توګه د مېوو او سبزیجاتو سوداګر، هر وخت له پیسو او معاملې سره سروکار لري. کله چې د مالونو موټر راورسېږي او باید پیسې ورکړل شي، موږ نه شو کولای تر بانکي کاري وخت پورې انتظار وباسو. له بلې خوا، کله چې په بانک کې ډېره اندازه پیسې ترلاسه یا ولېږدوو، د معاملې بشپړول وخت نیسي او کله ناکله له یوه تر دوو ساعتونو پورې په کتار کې انتظار باسو. په اوسنیو شرایطو کې دغه ستونزې د دې لامل شوي چې ډېر سوداګر له صرافانو سره کار اسانه وبولي.»
په همدې حال کې، د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې اسانه لاسرسی، د معاملاتو ټیټ لګښت او له صرافیو او حوالې سره د خلکو ډېره بلدتیا هغه عوامل دي چې د دې لامل شوي چې یو شمېر هېوادوال لا هم د پیسو د لېږد او ترلاسه کولو لپاره له دغو خدمتونو استفاده وکړي.
د اقتصادي چارو یو کارپوه میر شکیب میر وایي چې اسانه لاسرسی، لږو اسنادو ته اړتیا او د معاملاتو چټکتیا هغه عوامل دي چې خلک له صرافۍ او حوالې کار اخیستو ته هڅوي. نوموړی زیاتوي چې د بانکونو له لارې د ځینو کوچنیو معاملاتو لګښت هم د خلکو لپاره لوړ تمامېږي او دغه موضوع د بانکي خدمتونو کارول راکموي. د هغه په وینا، پر بانکونو د ځینو خلکو بېباوري او له بانکي خدمتونو سره د یوې برخې خلکو نابلدتیا هم د دې بهیر په دوام کې رول لري.
ښاغلی میر وایي: «صرافي د خلکو لپاره اسانه او د لاسرسي وړ ده او معمولاً د یوې معاملې لپاره ډېرو اسنادو او پړاوونو ته اړتیا نه وي؛ خو په بانکونو کې مقررات او پړاوونه ډېر دي. له بلې خوا، په کوچنیو معاملاتو کې د بانک له لارې د پیسو د لېږد لګښت د خلکو لپاره لوړ تمامېدای شي. تر څنګ یې، پر بانکونو د ځینو خلکو بېباوري، له بانکي خدمتونو سره نابلدتیا او په کتارونو کې انتظار هم د دې لامل کېږي چې هغوی صرافي او حواله غوره کړي. که بانکونه ډیجیټلي خدمتونه پراخ کړي، د کوچنیو معاملاتو لګښت او کمېشن راکم کړي او مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی اسانه کړي، د بانکي خدمتونو استفاده به زیاته شي.»
دغه اقتصادي کارپوه ټینګار کوي چې بانکونه د دې لپاره چې خلک له بانکي خدمتونو ډېره استفاده وکړي، باید ډیجیټلي خدمتونه پراخ کړي، د کوچنیو معاملاتو لګښت راکم کړي او مالي خدمتونو ته د هېوادوالو لاسرسی اسانه کړي. نوموړی همداراز د غیر بانکي مالي بنسټونو، لکه د پیسو د خدمتونو شرکتونو، ګرځنده تادیاتو او مالي ټکنالوژیو د پیاوړتیا غوښتنه کوي، څو د خلکو لپاره د کوچنیو او ورځنیو معاملاتو کول اسانه شي.
د هېوادوالو او سوداګرو له لوري د صرافیو او حوالې له دودیزسیستمهاستفاده په داسې حال کې دوام لري چې په افغانستان کې رسمي بانکي خدمتونو او د پیسو نړیوال لېږد رالېږد ته لاسرسی لا هم له محدودیتونو سره مخ دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، په افغانستان کې د فعالو بانکي څانګو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې له ۳۶۹ څانګو په ۲۰۲۴ کال کې ۴۴۶ څانګو ته لوړ شوی او د پیسو ایستلو د ماشینونو شمېر هم ۲۷۴ ته رسېدلی دی. خو دغه بنسټ وایي چې له بهرنیو بانکونو سره د افغانستان د بانکونو په اړیکو کې محدودیتونو د هېواد دننه او بهر د پیسو لېږد ستونزمن او د معاملاتو لګښت لوړ کړی دی.
نړیوال بانک زیاتوي چې دغه محدودیتونه د دې لامل شوي چې افغان شرکتونه او سوداګر د خپلو معاملاتو د یوې برخې لپاره لا هم پر نغدو پیسو او حوالې سیستم تکیه وکړي. په داسې وضعیت کې، صرافۍ او حوالهداران لا هم د پیسو د لېږد، اسعارو د تبادلې او نغدو پیسو ته د لاسرسي په برخه کې د خلکو او سوداګرو یوه برخه اړتیاوې پوره کوي.





