• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۴ تله ۱۴۰۵ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په رسنیو کې د ښځو پر عکس او غږ بندیز؛ طالبان په رسنیو کې د ښځو بشپړ ممنوعیت په لټه دي

امین کاوه امین کاوه
۲۴ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723643947]
Wakil KOHSAR / AFP

Wakil KOHSAR / AFP

طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې د رسنیو پر ښځینه کارکوونکو ډېر بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو د پرېکړې له مخې، خبریالې ښځې حق نه لري چې د ماسک له اغوستلو پرته په ټلویزیوني خپرونو کې راڅرګندې شي. دغه راز، د ډېرو ولایتونو په رسنیو کې د ښځو غږ او انځور خپرول منع شوي او ځايي راډیوګانو ته امر شوی چې د ښځو غږ خپور نه کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې ښځينه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته امر وکړ چې په تلویزیوني نندارو کې دې له ګډونه ډډه وکړي. ښځینه خبریالانې او ویاندویانې اړ کړای شوې چې خپلې څېرې په بشپړ ډول پټې کړي. دا محدودیت د دې لامل شو چې د رسنیو ډېرې کارکوونکې خپلې دندې پرېږدي او یو زیات شمېر یې له افغانستانه ووځي.

دغه راز، طالبانو د انځور اخیستل «کبیره ګناه» بللې. د طالبانو دعوت او ارشاد عمومي رییس محمدهاشم شهیدورور په کابل کې یو سیمینار ته په وینا کې وویل: «د رسنیو کارکوونکو تاسې هم ږېرې پرېږدئ او له دې کارونو ډډه وکړئ. ټول وخت مو د په تصویر اخیستلو مه تېروئ. والله چې د تصویر اخیستل کبیره ګناه ده.»

په رسنیو کې د ښځینه ویاندویانو د څېرو پټول

د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د ۱۴۰۰ کال د لړم پر ۳۱ یوه اته ماده‌ییزه کړنلاره خپره کړه. په دې کړنلاره کې هغه ډرامې چې ممثلین یې ښځې دي، د افغانستان ټلویزیوني شبکو کې یې پر خپرولو بندیز ولګېد. نوموړي وزارت ښځينه خبریالانو او ویاندویانو ته امر وکړ چې د طالبانو پام وړ حجاب په پام کې ونیسي او د خپرونو پر مهال خپلې څېرې پټې کړي. له دغه امر وروسته، ډېرې ښځينه کارکوونکې اړې شوې چې دندې پرېږدي.

د دغه امر له مخې، ښځينه ویاندویانې دې د طالبانو پام وړ حجاب په پام کې ونیسي او دغه راز، هغه سریالونه او تمثیلي خپرونې چې ممثلینې ښځې دي، پر خپرولو یې بندیز ولګېد.

په رسنیو کې د ښځو غږ پر خپرولو بندیز

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ۱۴۰۰ کال د لیندې پر ۲۱ ویلي چې طالبانو د بلخ، تخار او جوزجان په رسنیو کې د ښځينه موسیقۍ پر خپرولو بندیز ولګاوه. د کمېټې په وینا، طالبانو په دې ولایتونو او غور کې د ښځو د پوښښ پر څرنګوالي، سریالونو، فلمونو او اعلانونو پر خپرولو هم ورته محدودیتونه لګولې دي.

دغه راز، طالبانو په کندهار کې د پخلي او دیني خپرونو په ګډون د ښځو د غږ پرخپرولو بندیز لګولی دی. په دغه ولایت کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست امر کړی چې رسنۍ دې په خپرونو کې له ښځو سره د ټيلفوني اړیکې او خپرونو ته له رابللو ډډه وکړي. دا پرېکړه د ۱۴۰۱ د جدي پر ۷مه په کندهار کې د ځايي طالب چارواکو په ناسته کې شوې ده.

په کندهار کې د طالبانو استخباراتي مسوولانو له ځينو خبریالانو سره په ناسته کې وضع شوي محدودیتونه اعلان کړل. یاده ناسته کې د طالبانو د استخباراتو رسنیز مسوول همیم ارسلان ویلي چې رسنۍ دې په دې ډګر کې د ښځو کار پای ته رسېدو ته تیارې وي او د ښځو کار ته دې خپلې اړتیاوې کمې کړي. نوموړي په دې ناسته کې چې د دغه ولایت د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر، حج او اقافو، لوړو زده‌کړو، اطلاعاتو او کلتور او امنیې قوماندانۍ مسوولان هم ناست وو، په شفاهي توګه یوولس موارده اعلان کړل او رسنۍ یې پر پلي کولو اړې کړې.

د دغو پرېکړو له مخې، په راډیويي او تلویزیوني خپرونو کې د ښځو ټيلفوني خبرو خپرول منع دي. دغه راز، په رسنیو کې دې د ښځو او نارینه‌وو کاري دفترونه بېل وي او ښځینه کارکوونکې دې د دغې ډلې پام وړ حجاب مراعات کړي.

د دغه امر په یوې مادې کې راغلي چې ښځه او نارینه نه شي کولای په ګډه خپرونه کې برخه واخلي او له هغو ښځو سره چې رسنۍ ورسره مرکې کوي، باید حجاب ولري، که نه نو خپرول یې منع دي. هغه ښځې چې د (سکایب یا زوم) له لارې په رسنیزو خپرونو کې مرکې کوي، باید د طالبانو پام وړ حجاب ولري.

طالبانو په خوست کې په راډیويي او تلویزیوني خپرونو کې د نجونو او ښځو د غږ پر خپرولو بندیز لګولی. د افغانستان خبریالانو مرکز د ۱۴۰۲ کال د کب پر ۵مه یو رسمي لیک چې په خوست کې د طالبانو امنیې قوماندان عبدالرشید عمري لاسلیک پرې شوی، خپور کړی دی. په دې لیک کې د خوست ځايي رسنیو مسوولانو ته ویل شوي چې رسنۍ دې په خپرونو کې د ښځو غږ نه خپروي که نه نو احضار به شي او تر پوښتنو ګروېږونو لاندې راځي. په لیک کې راغلي: «په خوست کې ځينې محلي راډیوګانې اخلاقي فساد ته لمن وهي چې ښه بېلګه یې د ښوونځيو درسونه یا ټولنیزې خپرونې دي چې نجونې پکې برخه اخلي.»

طالبانو په خوست کې ویلي و: «د دغو درسي او ټولنیزو خپرونو په ناوړې استفادې، ښځې په رسمي او نارسمي وختونو کې د خپرونو له ویاندویانو سره نامشروع ټیلفوني اړیکې ټينګوي چې دا ډول ټیلفوني اړیکې له یوه اړخه ټولنه د اخلافي فساد پر لور بیايي، بل پلو د اسلامي موازینو خلاف چاره ده.»

په ښار کې د ښځينه نقاشیو او انځورونو پوښل

طالبانو په کابل ښار او ولایتونو کې په دوکانونو او نورو سوداګریزو مرکزونو کې د ښځینه انځورونو د لرې کولو امر کړی دی. د دغه امر له مخې، څوک حق نه لري چې په خپلې هټۍ کې د ښځې انځور یا نقاشي ولګوي.

په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ پر ۲۹مه ویلي چې «له لوحو، اعلانونو او بلبوردونو د غیرشرعي انځورونو د پاکولو لړۍ روانه ده.» هغه مهال د ښاروالۍ له خوا په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېدل چې تر ډېره د سینګارتونونو او پلورنځيو پر ښځينه عکسونو او نقاشیو رنګونه پاشل شوي دي.

د طالبانو تر څنګ، د پلازمېنې ځینو اوسېدونکو هم د غچ اخیستنې له وېرې له خپلو دوکانونو ښځينه انځورونه لرې کړې دي. ډېری دغه عکسونه او پوسترونه د ښځو د ویښتانو په سالونونو کې لګېدلي وو او ښاریانو له دې وېرې چې هټۍ به یې د طالبانو له خوا ویجاړې شي، عکسونه یې پخپله له منځه وړي دي.

د ودونو په تالارونو کې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه

د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۴مه د واده مراسمو د ترسراوي لپاره یو لړ قواعد صادر کړل. پر ژوندۍ موسیقۍ بندیز، د نارینه او ښځو د سالونونو جلا کول او ځينې نور هغه مقررات دي چې د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر بنسټ له خوا د ودونو تالارونو څښتننانو ته ویل شوي.

له دې وړاندې په هوټلونو کې د واده مراسم داسې و چې د نارینه‌وو او ښځو برخې به د یوې پردې په مرسته بېلې وې؛ خو طالبانو ویلي چې «پارتېشن» د منلو نه دی؛ ځکه په خبره یې د ښځو غږ نارینه اورېدلی شي او د نارینه‌وو غږ ښځې.

پر دې سربېره، د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت محتسبانو د واده په ځینو مراسمو کې ښځې وهلې ډبولې دي. سرچینو د ۱۴۰۱ کال د جوزا پر ۱۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې د فیض‌اباد ښار محتسبانو د یوه واده مراسم ګډوډ کړي او ښځې او نجونې یې وهلې ډبولې دي.

د ښځينه خبریالانو وهل ټکول

ښځينه خبریالانې په کابل کې د ښځو احتجاج ته د خبري پوښښ ورکولو پرمهال وهل ټکول شوې دي. دا خبریالانې د ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۲۹مه د متعرضو ښځو احتجاج ته ورغلې وې چې طالبانو شکنجه کړې. د هغو انځورونو له مخې چې په خواله شبکو کې خپاره شوي، ښيي چې خبریالانې او معترضانې وهل ټکول شوې دي.

یو خبریالې چې سلګۍ احساس نومېږي د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې ادعا وکړه چې طالبانو د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ په بالاباغ سیمه کې وهلې ټکولې. نوموړې رسنیو ته ویلي چې طالبانو پرې ډزې وکړې او په سپکوونکې بڼه یې په توپک پر سر او ملا وهلې ده.

هغه مهال، په سارک سازمان کې د سوېلي اسیا د خبریالانو انجمن یوه اعلامیه خپره کړه او پر دې ښځينه خبریالې شوی برید یې وغانده. نوموړي بنسټ له طالبانو وغوښتل چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي. د خبریالانو مدافع سازمان په خبره، سلګۍ احساس وهل ټکول شوې، بېهوښنه شوې او د سیمې اوسېدونکو روغتون وړې.

د مانکنونو ماتول او د ښځو عکس او مجسمې نه کارول

طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې پرلپسې مجسمې ړنګې کړي او پلورنځيو او پوسترونو کې یې د ښځو عکس او مانکنونو کارول غیراسلامي بللي او بندیز یې پرې لګولی دی.

په هرات کې د اصنافو او کسبګرو خونې ریاست د ۱۴۰۰ کال په جدي کې د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر په سپارښتنه د ښار اصنافو ته یو لیک واستوه چې له مخې یې د هټيو په بنرونو کې د ښځو د عکس او مانکنونو پر کارولو بندیز ولګېد. هغه لیک چې د اصنافو او کسبګرو خونې ریاست له لوري صادر شوی، راغلي چې عکس، تبلیغاتي بنرونه او مجسمې (مانکنونه) د شریعت خلاف دي او باید ټول عکسونه سر ونه لري. له دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې موندلې وه چې طالبانو په پلورنځيو کې له مانکنونو سر پرې کړی دی. په هرات کې د دغې ډلې مامورانو د مانکنونو په حرام ګڼلو بسنه کړې نه ده او د مانکنونو سرونه یې لرې کړل. دا چاره د دې لامل شوه چې هټیوالو د مانکنونو سرونه په تورو پټيو پټ کړي.

په رسنیو کې د ښځو پر کار لګېدلو محدودیتونو ته غبرګونونه

بې‌پولې خبریالانو ټولنې د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ پر لومړۍ د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت کړنلارې ته په غبرګون کې وویل چې دغې پرېکړې له رسنیو د ښځو انځور له منځه وړی او پر خبریالو ښځو یې «جبري او خپله رامنځته کړی حجاب» تحمیل کړی دی.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې مشر کریستف دولوار ویلي: «د خپرونې پر مهال د څېرې پټولو لپاره پر خبریالو ښځو تحمیل شوی جبري حجاب د طالبانو له خوا د رسنیو ازادۍ محدودولو لپاره یوه هڅه ده. RSF له زړورو خبریالانو سره چې لا هم په هېواد کې کار کوي، ولاړ دی او له طالبانو غواړي چې دا زړه مقرره لغو او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې له محدودیت پرته خپلې چارې پرمخ بوځي.»

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ۱۴۰۰ کال د کب پر ۱۷مه ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تر هغه مهاله زر ښځينه خبریالې وزګارې شوې دي. د دغې کمېټې په خبره، له یو زر او ۳۰۰ خبریالانو څخه یوازې ۳۰۰ خبریالانې توانېدلي چې تر هغه مهاله خپل کار ته دوام ورکړي. نوموړې کمېټې په هېواد کې د ښځينه خبریالانو حالت اندېښمنوونکی بللی و.

د بشري حقونو څار سازمان په ټلویزیوني خپرونو کې د ښځينه ویاندویانو د مخ پټولو جبري کېدو ته په غبرګون کې ویلي چې دا بندیزونه د ښځو بیان ازادۍ، شخصي خپلواکۍ او د هغوی مذهبي عقایدو له حقونو څرګنده سرغړونه ده. نوموړي سازمان د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي پر ۲مه ویلي چې د طالبانو له خوا پر ښځينه ویاندویانو لګېدلي محدودیتونه هغه کسانو ته چې غږ په سمه توګه نه شي اورېدلی، معلوماتو ته د لاسرسي مخنیوی کوي.

د یوې نړیوالې درجې بندۍ له مخې، افغانستان د نړۍ ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد ګڼل شوی دی.

د جندر، سولې او امنیت لپاره د اوسلو د سولې څیړنیز مرکز رییس ایل تریګیست ویلي: «له ۲۰۲۱ کال راهیسې، افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو له ناوړه حالت سره مخ دی. افغانانې هره ورځ له دندې، زده کړې او په خپل ژوند کې له خپلواکۍ پرته ویښېږي. دا راپور باید د نړۍ مشران راويښ کړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ښځينه ویاندویانو د مخ پټولو جبري کېدو ته په غبرګون کې ویلي: «زه د طالبانو له ننۍ پرېکړې اندېښمن یم چې ښځې باید په عامه ځایونو کې مخونه پټ کړي او د اړتیا له مخې له کوره بهر شي. زه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم چې له افغان ښځو او نجونو سره خپلې ژمنې عملي کړي او د بشري حقونو او نړیوال قانون له مخې خپل مکلفیتونه پرځای کړي.»

د افغانستان خبریالانو مرکز د رسنیو ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې طالبانو په تېرو درېیو کالو کې د رسنیو قانون خلاف لږ تر لږه ۱۷ رسنیزې کړنلارې صادرې کړې دي. د نوموړي بنسټ په خبره، دا کړنلارې د رسنیو پراخې برخې رانغاړي چې په ملي راډیو ټلویزیون کې د ښځو پر کار کولو بندیز، په رسنیو کې د ښځو او نارینه‌وو جلا کول له نارینه‌وو سره د ښځو او له ښځو سره د نارینه‌وو پر مرکه کولو بندیز شامل دی.

بې‌پولې خبریالانو ټولنې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې تر دوو کالو پورې څه باندې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې دندو پرېښودو ته اړې شوې دي. د نوموړې ټولنې په وینا، ۲۰۲۳ کال د ښځينه خبریالانو لپاره له رسنیزو فعالیتونو د لرې والي کال و او پر ښځينه خبریالانو لګېدلو محدودیتونو دوام لاره.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کالو په لړ کې ۱۳۲ خبریالان وژل شوي او مخکېني حکومت د خبریالانو د وژنې ۶۷ سلنې پړه پر طالبانو اچولې. پر ښځينه خبریالانو د لګېدلو محدودیتونو سربېره، نارینه خبریالان هم وايي ترهېدلي، ځپل شوي او ناهیلي دي او په وینا یې، ټول اړ دي چې د ژوندي پاتېدا لپاره ځان سانسورلو ته مخه کړي.

څه موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو له خوا د بشري حقونو پراخو سرغړونو په تړاو یو ۳۰ مخیز راپور خپور کړ. دا راپور «د واکمنو له خوا اخلاقي څارنه او پر بشري حقونو یې اغېزې» تر سرلیک لاندې د یوناما بشري حقونو څانګې چمتو کړی دی. په راپور کې راغلي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت، د نارینه‌وو او ښځو له شخصي حریم څخه سرغړونه کړې او یو زر او ۳۳ وارې یې په خپلسرو مجازاتو لاس پورې کړی دی. د یوناما په راپور کې له ښځو سره د ناوړه چلن ۲۰۵ پېښې او له نارینه‌وو سره بیا ۸۱۸ پېښې ثبت شوې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

کله چې «بدني سزاګانې» پر عادي چارې بدلېږي
راپورونه

د جمهوریت د سقوط درې کلن کېدل؛ کورنیو او بهرنیو سیاستوالو د طالبانو پر قومي تعصب نیوکې وکړې

۳۰ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724145456]
د بشري حقونو څار بنسټ: طالبانو افغانستان د نړۍ په تر ټولو بد هېواد بدل کړی دی
راپورونه

د جمهوریت پرځېدو درېیمې کلیزې ته غبرګونونه؛ طالبان خلک په سیستماتیک ډول شکنجه کوي

۲۷ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723917020]
سقوط یوه پیښه نه وه، یو بهیر و
ځانګړي

سقوط یوه پیښه نه وه، یو بهیر و

۲۷ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723881170]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې د ځمکې ښویېدنې پېښه؛ دوه کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کاپیسا کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.