د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي امریکا او اسراییل په نړۍ کې د اوسني وضعیت اصلي مسوولان بللي دي.
تسنیم خبري اژانس پنجشنبه د جولای پر ۳۰مه راپور ورکړی چې بقايي دا څرګندونې نړیوالو حقوقو د نه پاملرنې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش څرګندونو ته په غبرګون کې کړې دي.
بقايي د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په خطاب کې ویلي: «ولې د هغو کسانو له غندلو ډډه کوئ چې د نسلوژنې او جنګي جنایتونو عاملانو ته یې بشپړ معافیت برابر کړې دی؟»
بقايي د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغو څرګندونو ته په اشارې چې د مجازاتو له معافیت او د پوځي حللارو د غوره کولو د پراخېدو په اړه یې کړې، پر نوموړې نیوکه کړې چې ولې یې «د اوسني وضعیت د مسوولانو» په توګه د امریکا او اسراییل نومونه نه دي یاد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوو زور اخیستی دی.





