د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې د سولې مذاکراتو پر لومړیتوبونو اختلاف لا دوام لري.
بقايي یکشنبه د اکتوبر پر ۴مه ویلي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړانديز د ایران پر اټومي صنعت تمرکز لري؛ خو تهران غواړي له دې مخکې د هرمز تنګي پر پرانېستلو خبرې وشي.
نوموړي زیاته کړې چې د امریکا د پرېکړو په بهیر کې «بېثباتي» د مذاکراتو اصلي خنډ دی.
هغه ایران ته د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د پلټونکو د بېرته ستنېدو په اړه ویلي چې تر اوسه د دغه هېواد جګپوړو چارواکو په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.





