۸صبح، بدخشان: د افغانستان د مقاومت جبهې خبر ورکړی چې د بدخشان په مرکز فیضاباد کې د طالبانو د استخباراتو مرستیال له خپلو دوو ساتونکو سره په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.
نوموړې جبهې یکشنبه د تلې پر ۱۲مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې کسانو یې نن سهار شاخوا ۹:۳۰ بجې د فیضاباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند سیمه کې د طالبانو د استخباراتو دا غړی په نښه کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه برید کې د فیضاباد لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.





