د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تهران لا هم له امریکا سره پیغامونه تبادله کوي، خو په اوسنیو شرایطو کې د خبرو د بېرته پيلېدو لپاره زمينه برابره نه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي يکشنبه د جولای پر ۲۷مه، ویلي چې د ايران د اسلامي جمهوریت اوسنی لومړیتوب د خپل هېواد د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو دفاع ده، نه له امریکا سره خبرو ته کېښناستل.
هغه ویلي: «موږ د پیغامونو پر تبادله بوخت یو، خو زموږ اوسنی لومړیتوب د ایران د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو دفاع ده.»
بقايي واشنګټن تورن کړی چې د خپلو پوځي اقداماتو له لارې یې ډیپلوماټیک بهیر کمزوری کړی او د خبرو د بېرته پيلېدو لپاره یې اړین شرایط له منځه وړي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې خپل پوځ ته امر وکړ چې پر ایران له تازه بریدونو ډډه وکړي؛ هغه اقدام چې له امله یې پر ایران د امریکا د نږدې دوو اونيو ورځني بریدونه درېدلي دي.





