۸صبح، نورستان: په نورستان کې سیمهييزې سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې د دوو قومونو تر منځ د وسلهوالې نښتې په ترڅ کې د طالبانو د دوو غړو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا جګړه سېشنبه د غبرګولي پر ۸مه مه د وانټ ویګل ولسوالۍ د «کلیګل» او «ژنچیګل» سیمو د اوسېدونکو ترمنځ شوې ده.
د سرچينې په خبره، دا جګړه د څړځای د مالکیت پر سر رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې څو کسان ژوبل شوي هم دي؛ خو کره شمېره یې لا نه ده معلومه.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د ځمکو او څړځایونو د مالکیت پر سر د جګړو له کبله تل د هېواد وګړي قرباني شوي دي.
د روان کال د غويي پر لومړۍ نېټه په بدخشان کې د څړځای د مالکیت پر سر د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ په جګړه کې شاوخوا ۱۵ کسان ټپیان شول.





