۸صبح، نورستان: په نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولان خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د بیروجو په یو کان کې د چاودنې له امله یو کانکېندونکی مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د نورستان د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلامالرحمن حیدري وايي، دا پېښه پنجشنبه د مرغومې پر ۲۰مه د ماسپښین ۲:۰۰ بجې د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ په «ماوي غر» کان کې رامنځته شوې.
نوموړي ویلي، پېښه هغه مهال را منځته شوې چې کانکېندونکو غوښتل د کان کیندنې لپاره (سورنګ) ته اور ورکړي چې له امله یې چاودنه را منځته شوې او په پایله کې د احسانالله په نوم یو کس مړه او د شاهدالله په نوم بل کس ټپي شوی دی.
دی زیاتوي چې ټپي د دواب ولسوالۍ روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی او اوس مهال روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
نورستان د هېواد په کچه یو له غني کانلرونکو ولایتونو دی چې ډېری مهال په کې د کانکېندنې پرمهال د بېلابېلو لاملونو له امله کانکېندونکي مړه او ټپیان کېږي.





