• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۱ تله ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ږیره او خولۍ؛ په البیروني پوهنتون کې د بدل اعاشې د ورکولو شرط

نیما نیما
۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791018960]
social media

social media

د البیروني پوهنتون ځينې محصلان وايي، د طالبانو یو غړی مشتاق حقیار چې د دغه پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په توګه ګومارل شوی، هغه محصلان سپکوې چې ږیره او خولۍ ونه لري. دغو محصلانو زیاته کړې چې د بدل اعاشې د فورمونو د طی مراحلو لپاره د نوموړي دفتر ته ورځي؛ خو دغه چارواکی د هغو اصولو پر ځای چې محصلان د بدل اعاشې مستحق ګڼي، د محصلانو د ږیرې، خولۍ او ژبې له مخې پرېکړه کوي چې څوک د بدل اعاشې مستحق دي. د دغه پوهنتون محصلان ټینګار کوي، هغه محصلان چې لنډه ږیره ولري، له سپکاوي وروسته، بې له دې چې فورمې یې لاسلیک شي، له دفتره ایستل کېږي.

د کاپیسا د البیروني پوهنتون محصلان وايي، د بدل اعاشې د اسنادو د طی مراحلو لپاره د طالبانو د دغه چارواکي دفتر ته ورغلي؛ خو هغه محصلان چې ږیره او خولۍ یې نه لرله، د نوموړي له‌خوا سپک شوي دي. هغوی وايي، مشتاق حقیار سخت ژبنی تعصب او توپېريز فکر لري او هغه محصلان چې په دري ژبه خبرې کوي، هم په بېلابېلو پلمو د بدل اعاشې مستحق نه ګڼي. هغوي وایي، حقیار ځینو محصلانو ته ویلي: «تاسو په ږیره کې مخکې لاس وهلی او تر هغې چې ږیره مو اوږده نه شي، د بدل اعاشې مستحق به ونه ګڼل شئ.»

دا محصلان وايي، د پوهنتونونو د اصولو له مخې، هر هغه محصل چې له لرې ولایتونو یا ولسوالیو دغه پوهنتون ته راځي او په لیلیه کې ونه منل شي، د بدل اعاشې مستحق ګڼل کېږي. دوی زیاتوي، هر هغه محصل چې په هر سمسټر کې لږ تر لږه ۶۵ سلنه نومرې ترلاسه کړي، هم په دغه بهیر کې شاملېږي. د هغوی په خبره، مخکې به په هر سمسټر کې هر محصل ته د بدل اعاشې اووه زره افغانۍ ورکول کېدې؛ خو اوس دا پیسې پنځو زرو افغانیو ته راټيټې شوې دي.

د البیروني پوهنتون یو محصل چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي: «مشتاق حقیار د ږیرې له امله د محصلانو قانوني حق تر پښو لاندې کوي او ډېرې د بدل اعاشې له حقه بې برخې کوي. ږیره باید اوږده وي او هېڅکله لنډه شوې نه وي. که لنډه شوې وي، وايي: په ږیره کې دې ولې لاس وهلې دی؟»

دا محصل زیاتوي: «ډېر بد چلند کوي، ناوړه لهجه لري او ښکنځل کوي. له تبعیض او قوم‌پالنې ډک دی. ولې باید د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره دومره لانجه ووینو؟»

د البیروني پوهنتون محصلان وايي، دغه مقررات خپله حقیار ټاکلي او د دې لپاره چې یو محصل د بدل اعاشې مستحق وبلل شي، باید «یوه قبضه ږیره» ولري؛ که نه نو، نوموړی یې د بدل اعاشې فورمه نه لاسلیکوي. د محصلانو په وینا، تر هغه چې حقیار دغه فورمه تایید نه کړي، محصل د بدل اعاشې مستحق نه ګڼل کېږي.

یو بل محصل چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي: «زه له هغو محصلانو څخه یم چې د بدل اعاشې پیسو ته اړتیا لرم؛ خو د محصلانو چارو مرستیال مشتاق حقیار له‌خوا له دې حقه بې برخې شوی یم. هغه د محصلانو شخصیت ته سپکاوی کوي، په سپکو الفاظو یې له خپل دفتره وباسي او ان د محصلانو د بدل اعاشې فورمې څېرې کوي.»

دا محصل زیاتوي: «پخوا به چې د بدل اعاشې د ترلاسه کولو وخت راورسېد، فورمه به مو د محصلانو چارو دفتر ته وړله او ټول مراحل به یې بشپړېدل. اوس مشتاق حقیار له ځانه نوی قانون جوړ کړی او هر محصل په جلا توګه خپل دفتر ته غواړي او تایید ورکوي. ډېر هغه کسان چې د نوموړي دفتر ته ورغلي، د سپکاوي او توهین سره بېرته راوتلي دي.» د هغه په وینا، حقیار محصلانو ته وايي: «ولې دې ږیره کمه ده؟ ولې دې لاس پکې وهلی؟ ولې خولۍ نه لرې؟» هغه زیاتوي چې حقیار په غیرمستقیم ډول د محصلانو پر ژبه هم نیوکه کوي او د هغه په خبره، «د نوموړي توپېرېز چلند تر ډېره د ژبې له امله دی.»

دغه محصل وايي: «د بدل اعاشې خپله فورمه مې نوموړي ته یووړه، په داسې حال کې چې نسبتاً اوږده ږیره مې لرله؛ ځکه دوه میاشتې مې خپله ږیره نه وه لنډه کړې، څو د حقیار له ازموینې تېر شم. له دې سره سره یې هم زما پر ږیره نیوکه وکړه او ویې ویل: “ولې دې لاس پکې وهلې دی؟” فورمه یې راته ونه منله او ویې ویل: تا خپله ږیره کمه کړې او د بدل اعاشې مستحق نه یې.»

دا محصلان په داسې حال کې د البیروني پوهنتون د یوه چارواکي له توپیریز چلنده شکایت کوي چې طالبانو تر دې وړاندې محصلانو ته د ۱۴ مادو اجباري تعهد پاڼه ورکړې او په هغوی باندی یې لاسلیک کړې ده. د دغې تعهدپاڼې له مخې، محصلان اړ دي چې تګلارې یې ومني او د سرغړونې په صورت کې له پوهنتونه د زده‌کړو د بې برخې کېدو له ګواښ سره مخ کېدای شي.

محصلان وايي، دوی اړ کړل شوي چې کمیس او پرتوګ واغوندي، ږیره ، خولۍ او پګړۍ ولری او هغوۍ ته خبرداری ورکړل شوی چې د طالبانو له دغو اصولو څخه سرغړونه ونه کړي. د دوی په وینا، پوهنتون یو علمي او مسلکي بنسټ دی او په دغه ځای کې دې چلندونه او مقررات د علم او څېړنې پر بنسټ تنظیم شي.

د محصلانو په خبره، په دغې اجباري تعهدپاڼه کې غیرسني محصلان اړ کړل شوي خپل مذهب بدل کړي، سخت بندېزونه ومني، اجباري جامې واغوندي او ټاکلي چلندونه ترسره کړي، په تګ راتګ کې محدودیتونه، د موسیقۍ له اورېدو ډډه وکړي او د طالبانو قوانین په بشپړه توګه پلې کړي. د هغوی په وینا، دغو تګلارو یې تحصیلي او شخصي ازادي کمه کړې ده.

د دغې تعهدپاڼې په شپږمه ماده کې د افغانستان مذهبي تنوع له پامه غورځول شوې ده. طالبانو په دې ماده کې ټینګار کړی چې ټول محصلان دې له سني مذهب څخه پیروي وکړي، هغه ومني او په دې اړه هېڅ پوښتنه مطرح نه کړي. غیرسنی محصلان وايي، دغه تعهدپاڼه یې اړ کوي چې خپل مذهب بدل کړي.

مخکې هم د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو محصلانو په پوهنتونونو کې د طالبانو او د محتسبانو له سخت‌دریځي چلنده اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې و چې دې ډلې پوهنتونونه پر هغو دیني مدرسو بدل کړي چې په پاکستان کې یې پکې زده‌کړې کړې دي. هغوي زیاته کړې وه، هغه محصلان او استادان چې پر انتقادي فکر او علم باور لري، په دغو بنسټونو کې د فعالیتونو له دوامه زړه‌توري شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ملګري ملتونه: د هر هغه ګام هرکلی کوو چې په غزه کې د اوربند په ټینګښت کې مرسته وکړي
ټولنه

دوجاریک: افغانستان د ناچاودو مهماتو له امله د ډېرو تلفاتو لرونکو هېوادونو له ډلې دی

۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791016090]
جبري راستنېدنه؛ پرون څه باندې زر کسان افغانستان ته راستانه کړل شول
خبرونه

فطرت: څه باندې ۹۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي

۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791014472]
بېکاري او د بوختیاوو کمښت: خلک له ناهیلۍ او ننګونو سره لاس او ګریوان دي
راپورونه

بېکاري او د بوختیاوو کمښت: خلک له ناهیلۍ او ننګونو سره لاس او ګریوان دي

۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791014076]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.