د امریکا خپلواک سناتور برني سنډرز د دغه هېواد د کانګرېس له راتلونکو ډیموکراټ غړو غوښتي چې د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې بوديجه بنده کړي.
سنډرز جمعه د نومبر پر ۶مه، ویلي چې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوازې د پرېکړهلیک تصویبول بسنه نه کوي، بلکې باید د جګړې بوديجه هم بنده شي.
سنډرز د ایران پر وړاندې جګړه ناقانونه او د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې بللې ده.
هغه ټینګار کړی چې دې جګړې تر اوسه د ۱۹ امریکايي سرتېرو او زرګونو ملکي وګړو ژوند اخیستی او سلګونه میلیارده ډالره لګښت یې لرلی دی.
دغه امریکايي سناتور تر دې وړاندې هم د ایران پر وړاندې د جګړې د بوديجې د بندولو غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازو جرګې غړي توماس مسي د منځمهالو ټاکنو په پایلو کې د جمهوريپالو له ماتې وروسته، د دغه هېواد د دفاع وزیر پیټ هېګس د استعفا غوښتنه کړې وه.
هېګس د ایران پر وړاندې د جګړې د پیل له لومړنیو ملاتړو و.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، هم ویلي چې د ایران پر وړاندې جګړې د منځمهالو ټاکنو په پایلو کې د جمهوريپالو په ماتې کې مهم رول درلود.





