د پاراګوای پخوانی ولسمشر سانتیاګو پنیا د «اوئنو» ډیجیټلي بانک د قضیې او له دغه بانکه د اختلاس په تور نیول شوی دی.
د تاس خبري اژانس جمعه د نومبر پر ۶مه، راپور ورکړی چې پولیسو پنیا د څارنوالۍ لهخوا د صادر شوي حکم پر بنسټ نیولی دی.
د راپور له مخې، د دغه بانک د شاوخوا درېیو میلیونو پېرودونکو بانکي حسابونه تر هغې وروسته تړل شوي چې د پاراګوای مرکزي بانک د نومبر پر درېیمه د اوئنو بانک اداره بهرنیو مدیرانو ته وسپارله.
پاراګوای شاوخوا اووه میلیونه نفوس لري او د اوئنو بانک د درېیو میلیونو پېرودونکو د حسابونو تړل کېدو د دغه هېواد د وګړو یوه لویه برخه اغېزمنه کړې ده.
پنیا د پنجشنبې په ورځ د نومبر پر پنځمه، د اوئنو بانک له سقوط وروسته استعفا وکړه.





