۸صبح، کابل: د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې یو ځل بیا ټينګار کړی چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه سخته؛ خو پرځای وه.
بایډن سهشنبه د تلې پر ۳مه د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته د ولسمشر په توګه په خپله وروستۍ وینا کې له افغانستان د وتلو پرېکړه سمه بللې ده.
نوموړي ویلي چې هغه یوازینی ولسمشر و چې په خبره یې، په افغانستان کې یې د امریکا اوږده جګړه پای ته ورسوله.
بایډن زیاته کړې: «افغانستان په پخواني ویتنام بدل شوی و او ما د دغې جګړې د پای ته رسولو ماموریت درلود او ومې کړ.»
بایډن د دوحې له تړون وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه وباستل.
دا پرېکړه په امریکا کې د جمهوریتپالو له کلکو نیوکو سره مخ شوې ده.
د یادونې ده چې ولسمشر بایډن په خپله دغې وینا کې تر ډېره د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ تم شو.





